کندهار کې دوه ماین پاکان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت د ميوند ولسوالۍ له عزيز کمپ سره نژدې د سټارلینک د مؤسسې پر ماين پاکوونکو په داسې حال کې برید شوی، چې په سيمه کې یې ښخ شوي ماينونه شنډول.

د کندهار د ميوند ولسوالۍ امنيه قوماندان سلطان محمد وايي، په دې وسله وال برید کې دوه ماين پاکوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو د کندهار د والي ویاند په دغه برید کې د ماین پاکۍ د موسسې یوازې د دوو کارکونکو د وژل کېدو خبره کوي.

سیمه ییز چارواکي وایې، وسله والو د ماين پاکوونکو کاسټر ډوله موټر هم سوځولی دی.

د راپورونو له مخې افغان ځواکونو په سېمه کي عمليات پيل کړي، او وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه لا څه نه دي ویلي.