کندهار کې سړک غاړې ماین چاودنې ۶ ولسي وګړي وژلي

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو یو موټر د سړک غاړې پر ماین ختلی، چې لږترلږه شپږ نارینه پکې وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي، پېښه د تېرې په شپه ناوخته شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ولسي وګړو یو موټر له ښاره کلي ته روان وو:
'' چاودنه په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر یوې ډاټسن شوې ده، ټول وژل شوي نارینه دي''.
تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.
د کندهار والي پر پېښې خواشيني ښودلې ده.
کندهار د افغانستان په سوېلي کې نسبتآً ناامنه ولایت دی.
د تېرې دوشنبې په ورځ (مې ۲۵) ناوخته وسله والو کندهار ښار کې پر دولتي مؤسسې برید کړی.
کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، برید د ښوونکو د روزنې پر یوه دفتر شوی، چې دوو کسانو پکې ګډون کړی دی.
د کندهار روغتیايي سرچینې وايي، په برید کې یوه ټپي شوې مېرمن دوی ته وروړل شوې ده.
جګړه اوس هم دوام لري.
همداشان، د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې څلورو سیمه ییزو پوليسو خپل درې ملګري په ډزو وژلي او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.








