کندهار کې دوو چاودنو د دوو پولیسو په ګډون اووه کسان وژلي

د عکس سرچینه، g
د افغانستان کندهار ولایت د دوو سرحدي ولسواليو معروف او ارغستان پر لویه لار د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کې اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه نن سهار (مې ۱۲مه) لس بجې د ارغستان ولسوالۍ اړوند د وام په سیمه کي وشوه.
د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلمیار وویل، د ملکي وګړو پېک اپ ډوله موټر له معروف ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته په لاره و چې چاودنه رامنځ ته شوه.
هغه زیاته کړه د چاودنې له امله پنځه نارینه مساپر وژل شوي او د يوې مېرمنې په ګډون درې نور ټپیان دي.
د یوه بل خبر له مخي پرون سهار (مې ۱۱مه) د پنجوايي او ډنډ ولسوالۍ تر منځ د سيد عارف آغا د کلا په سیمه کي پر پولیسو چاودنه وشوه او دوه پولیس یې ووژل.
ويل کېږي د پنجوايي کومکي پولیسو هلته تر يوه پولچک لاندې ښخ شوی ماين کشف کړی وو، خو د شنډولو پر مهال چاودنه پرې وشوه.
تر اوسه د دې دواړو چاودنو مسوليت چا په غاړه نه دی اخیستی.
بل خوا د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو نن سهار (مې ۱۲مه) د شینډنډ پر ښار برید کړی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
یو امنیتي چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل: "د ولسوالۍ د ودانۍ، ښاروالۍ او اوو امنیتي پوستو شاوخوا سیمه کې نښته روانه ده".
ده زیاته کړه اوسمهال د مالدار، ذغالي څلورلارې او زیارت پوستو کې جګړه روانه ده.
دغه چارواکي وویل نښته په ځايي وخت سهار اووه بجې پیل شوه او تر اوسه په کې د افغان ملي پوځ څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
هغه وویل پولیسو ته مرګژوبله نه ده اوښتې او د وژل شویو وسله والو طالبانو په اړه هم مالومات نه شته.
دغه امنیتي چارواکي وویل د شینډنډ په ولسوالۍ کې ۴۹ حکومت مخالفې ډلې فعالې دي.
د هرات د ولایتي شورا پخواني غړي او د شینډنډ ولسوالۍ یوه مشر تور محمد ظریفي بي بي سي ته وویل د حکومت کارکونکي او نظامیان د ولسوالۍ په مرکز، قومندانۍ او د ښاروالۍ په ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي او په بازار کې د طالبانو حضور احساسېږي.
شینډنډ د هرات تر ټولو ستره ولسوالي ده. د افغانستان د هوايي ځواک تر ټولو ستر رونیز هوايي ډګر هم په همدې ولسوالۍ کې دی.
د تېر کال په وروستیو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په شینډنډ ولسوالۍ کې ورته نښته شوې وه او دغې ډلې د ښار دننه څو ساعته له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې وه.








