د هرات او کندهار والیان وټاکل شول

د عکس سرچینه، g
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني محمد آصف رحیمي د لوېدیځ هرات د والي او همایون عزیزي د سوېلي کندهار د والي په توګه ټاکلي دي.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني دواړه والیان هند ته له خپل درې ورځني سفر وړاندې ټاکلي دي.
محمد آصف رحیمي وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزیر پاتې شوی، او همایون عزیزي مخکې پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه کار کړی دی.
هرات او کندهار د افغانستان سرحدي ولایتونه دي، چې دوه مهم ګومرکونه (اسلام کلا په هرات کې او سپین بولدک په کندهار کې) پکې پراته دي، چې د هېواد اقتصاد ته د پام وړ اوږه ورکوي.
د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، هرات له هغو ولایتونو دی، چې د هر اړخیزې پراختیا لپاره مناسبه وړتیا لري.

د عکس سرچینه، BBCpashto.com
دغه اداره وايي، د کندهار، تاریخي، سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتلو سره، دغه ولایت د مرکزي ادارې لپاره ډېر اهمیت لري.
آصف رحیمي
محمد آصف رحیمي د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزیر پاتې شوی.

د عکس سرچینه، df
هغه په ۱۹۵۹ کال کابل کې زیږېدلی، له لیسانس لوړې زده کړې یې په عامه اداره او پراختیايي پروګرامونو کې کړې دي، او په ۱۹۸۹ کال د امریکا له نبراسکا پوهنتون فارغ شوی دی.
همایون عزیزي
همایون عزیزي په ۱۳۵۳ کال هرات کې زیږېدلی او فرانسه کې یې طبي زده کړې کړې دي. په لومړي پړاو کې د هرات د ولایتي شورا مشر ټاکل شوی، او په ۱۳۸۹ کال د حامد کرزي په امر پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.








