کندهار کې ماین چاودنې اوه واکسیناتوران ټپیان کړي

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پولیو یا ګوزڼ اووه تنه واکسیناتوارن ټپیان کړي دي.

دغه پېښه د تېرې سې شنبې په ورځ، ددغه ولایت د تخته پل (شګه) ولسوالۍ د میلک په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وکسیناتوران له کلیو خپل دفتر ته پر لاره وو.

د کندهار د سیمه ییزې ادارې ویاند صمیم خپلواک ددغې پېښې د پخلي ترڅنګ زیاتوي، ډاکټرانو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللې دي .

په کندهار کې د تېرو درو ورځو راهیسې د ښار سربېره په ولسوالیو کې د ګوزڼ (پولیو ) ضد واکسین کمپاین پیل شوی .

دا په کندهار کې د روان کال له پیله لومړۍ پېښه ده.

تر دې دمه ددې پېښې په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ویلي.

په کندهار کې له تېرو درو ورځو راهیسې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شوی.

له پاکستان او نایجریا وروسته، افغانستان درېیم هېواد دی چې د ماشومانو ګوزڼ پکې لا نه دی ختم شوی.

د ماشومانو ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده، چې درملنه یې ممکنه ده، او له ۱۹۸۸ کال راهیسې په نړیواله کچه ددغې ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې چټکې شوې، چې تر اوسه یې ۹۹ سلنه پېښې کمې شوې دي.

په افغانستان کې د روان کال له پیله په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر اوه اعلان شوی دی.

تېر کال نایجیریا، پاکستان او افغانستان یوازیني درې هېوادونه ول چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې وه، خو اوس چې دغه ناروغي له نایجیریا څخه په بشپړه توګه له مینځه تللې، نایجیریا له دغه نوملړه ووته او افغانستان او پاکستان یوازیني پاتې شوي هېوادونه دي.

په افغانستان کې د روان کال له پیله په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر اوه اعلان شوی دی.

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، په افغانستان کې د روان کال له پیله په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر اوه اعلان شوی دی.

سره له دې ټولو د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي دې ته هوډمن ښکاري چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي بیخي له مینځه یوسي. د دغه وزارت ویندوی وايي په پام کې ده چې تر ۲۰۱۸ زېږدیز کال د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له افغانستانه ورکه کړي.