غني: ځینې ګاونډیان ترهګري صادروي ځینې د همکارۍ لاس راکوي

ولسمشر غني وویل، ترکمنستان ددې پر ځای چې له نورو همکاري وغواړي، ګاونډیانو ته یې د همکارۍ کولو لاس اوږد کړی دی.

د عکس سرچینه، arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني وویل، ترکمنستان ددې پر ځای چې له نورو همکاري وغواړي، ګاونډیانو ته یې د همکارۍ کولو لاس اوږد کړی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د '' سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د بې پرې پالیسو او نړیوالو همکاریو کنفرانس'' کې وویل، ترکمنستان له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کوي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني دا هم وویل د افغانستان ځینې ګاونډیان د همکارۍ د لاس اوږدولو پر ځای افغانستان ته ترهګري صادروي، خو په وینا یې ترکمنستان د همکارۍ لاس را اوږد کړی دی.

ولسمشر غني ترکمنستان په سیمه کې د ښه ګاونډي یوه بېلګه ګڼلې ده، چې په وینا یې په همکارۍ یې اقتصادي غوړېدا رامنځ ته کېدای شي.

د افغانستان ولسمشر وویل: ''موږ له دوو فرضیو سره مخامخ یو: نهیلي، بې وزلي او د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د زیاتولو لپاره له فرصتونو ګټه اخیسته او هیله مندي''.

د عکس سرچینه، arg

ولسمشر غني وویل، ترکمنستان ددې پر ځای چې له نورو همکاري وغواړي، ګاونډیانو ته یې د همکارۍ کولو لاس اوږد کړی دی.

دغه افغان چارواکي دا هم وویل، چې ترکمنستان له افغانستان سره د سوداګرۍ، ښه ګاونډیتوب، کلتوري او دودیزو پراخو اړیکو له کبله نېک اړیکي لري.

د عکس سرچینه، arg