کابل کې اور لسګونه هټۍ سوځولې دي

د عکس سرچینه، BBCPersian.com
د افغانستان پلازمېنې کابل منډويي کې د بوټو مارکیټ کې اور لګېدو شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه سوځولي دي.
اور د شنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا لس بجې د منډويي حاجي زرداد په مارکیټ کې بل شوی، چې تر ډېره د بوټانو دوکانونه پکې وو.
د کابل امنیه قومندان په سیمه کې خبریالانو ته وویل، اور د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوی، چې نژدې سل هټۍ په بشپړه توګه پکې سوځېدلې دي.
اور ځینو څېرمه مارکیټونو ته هم غځېدلی دی.
مخکې له دې چې د اوروژنې مامورین هلته ورسېږي، ګڼې هټۍ سوځېدلې وې.
په اور کې درې کسان ټپیان شو دي.
دغه اور د مارکیټ هټیوالو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.
په دې سیمه کې تر ډېره زاړه مارکیټونه دي، چې په معیاري ډول نه دي جوړ شوي.
د ۱۳۹۱ کال په ژمي کې هم منډويي کې یوه مارکیټ اور اخیستی و، چې د بوټانو او کالیو دوکانونه پکې وسوځوېدل. دولت بیا وروسته کابل کې د اور له کبله د سوځېدو بیمه اجباري کړه.
د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې د کابل کالیو خرڅلاو په یوه مارکیټ کې <link type="page"><caption> اور لګېدو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/12/121223_hh-kabul-fire-market" platform="highweb"/></link> لږترلږه ۹۰۰ دوکانونه وسوځول.
اور د فیض ناصري په نامه مارکیټ کې، چې د کابل په منډيي سیمه کې دی، اور اخیستی و.








