BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کابل کې اور لسګونه هټۍ وسوځولې
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۴ لیندۍ ۱۳۹۴ - ۵ ډیسمبر ۲۰۱۵
د افغانستان پلازمېنې کابل منډويي کې د بوټو مارکیټ کې اور لګېدو شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه سوځولي دي.
د عکس تشریح،
د افغانستان پلازمېنې کابل منډويي کې د بوټو مارکیټ کې اور لګېدو شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه سوځولي دي.
د عکس تشریح،
اور د شنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا لس بجې د منډويي حاجي زرداد په مارکیټ کې بل شوی، چې تر ډېره د بوټانو دوکانونه پکې وو.
د عکس تشریح،
د کابل امنیه قومندان په سیمه کې خبریالانو ته وویل، اور د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوی، چې نژدې سل هټۍ په بشپړه توګه پکې سوځېدلې دي.
د عکس تشریح،
دا انځورونه زموږ دوو همکارانو، خوشحال تایب او نصیر بهزاد اخیستي دي. دوی وايي اور ځینو څېرمه مارکیټونو ته هم غځېدلی دی.
د عکس تشریح،
په اور کې درې کسان ټپیان شو دي.
د عکس تشریح،
دغه اور د مارکیټ هټیوالو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.
د عکس تشریح،
مخکې له دې چې د اوروژنې مامورین هلته ورسېږي، ګڼې هټۍ سوځېدلې وې.
د عکس تشریح،
دا چې هلته د مارکیټونو ترمنځ کوڅې ډېرې تنګې دي، د اور وژنې موټر او کارکوونکي ژر ور ونه رسېدل.
د عکس تشریح،
په دې سیمه کې تر ډېره زاړه مارکیټونه دي، چې په معیاري ډول نه دي جوړ شوي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology