کابل کې د اسلامي دولت 'داعش' ۴ غړي نيول شوي

د عکس سرچینه، NDS
د افغانستان څارګرې ادارې ملي امنيت ويلي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې يې د اسلامي دولت ډلې داعش څلور کسان نيولي دي.
امنيتي چارواکي وايي دغو کسانو نيت درلود چې په دغه ولسوالۍ کې يو ځايي قومندان ووژني.
د ملي امنيت له لوري يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، نيول شويو څلورو کسانو د تحقيقاتو پر مهال اعتراف کړی چې د داعش غړي دي.
ملي امنيت هغه وېډيو پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه خپره کړې، چې دغه کسان له داعش سره د اړيکو لرلو اعتراف په کې کوي.
خو دا روښانه نه ده چې دغه اعتراف له نيول شويو کسانو نه په کومو شرايطو کې اخيستل شوی دی.
د ملي امنيت خبرپاڼې زياته کړې دغه کسان د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش د يوه قومندان له لوري جذب شوي وو.
خبر پاڼه ليکي، د داعش دغه قومندان نيول شوي څلور کسان د ترهګريزو بريدونو ترسره کولو لپاره د کابل پغمان ولسوالۍ ته استولي وو.
خو تر اوسه په خپلواک ډول دغه خبر پخلی نه دی شوی.
افغان چارواکو د هېواد په ختيځ ننګرهار کې په اسلامي دولت ډلې پورې د تړلو کسانو شتون تاييد کړی، ويلي يې دي چې دغه ډله په اچين او کوټ ولسواليو کې فعاله ده.








