ننګرهار کې د 'اسلامي دولت' ۱۲ وسلوال وژل شوي

د عکس سرچینه، bbc
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې ځايي چارواکي ادعا کوي چې تېره شپه د افغان ځواکونو او د اسلامي دولت ډلې داعش جنګيالو ترمنځ نښه شوې ده.
دوی وايي په دغه جګړه کې د اسلامي دولت ډلې ۱۲ جنګيالي وژل شوي، چې په وينا يې د څلورو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
اسلامي دولت ډلې د ځايي چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
د اچين ولسوال حاجي غالب بي بي سي ته ويلي د داعش ملاتړو جنګياليو د دغې ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
ښاغلی غالب وايي جګړې څو ساعته دوام وکړ او بلاخره افغان ځواکونو بريدګر په شا وتمبول.
دی وايي د وسلوالو په دغه بريد کې درې افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
اچين او کوټ د ننګرهار هغه سيمې دي چې داعش غواړي خپلې پښې په کې کلکې کړي.
په دغو سيمو کې په لومړي ځل داعش جنګياليو د افغان ځواکونو او طالبانو پر وړاندې جګړې پيل کړې.
تر دې وړاندې په دغو سيمو کې وسلوال طالبان فعال وو، خو د داعش په رادبره کېدو د طالبانو يو شمېر جنګيالي له داعش سره يو ځای شول او دغو ولسواليو کې د اسلامي دولت ډلې فعاليتونه زيات شول.
د همدې مياشتې د نومبر پر ۱۵مه د ننګرهار چارواکو وويل چې خوګياڼيو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې په يوه موټر کې سپاره ۱۲ کسان وژلي دي.
دغه پېښه د خوګياڼيو په تمبو سيمه کې شوې وه.
تر دې وړاندې هم د بې پيلوټه الوتکو او افغان ځواکونو له لوري د داعش وسلوالو د وژلو خبرونه ورکړای شوي دي.








