د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدل د حکومت "لویه ناکامي" ده

پنتاګون وايي، یوې ایف شپاړس ډوله الوتکې د طالبانو پر یوه واحد، چې د کندوز د هوايي ډګر پر لوري روان و، بمباري کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پنتاګون وايي، یوې ایف شپاړس ډوله الوتکې د طالبانو پر یوه واحد، چې د کندوز د هوايي ډګر پر لوري روان و، بمباري کړې ده.

د امریکا د دفاع وزرات وايي د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدل د افغان حکومت لپاره لویه ناکامي ده، خو باوري دی چې افغان ځواکونه به بېرته دا ولایت له طالبانو ونیسي.

د پنتاګون په وینا، ځوابیه بریدونه پیل شوي او زیاتوي افغان ځواکونه د هغو ننګونو ته ځواب وايي چې دوی ورسره مخامخ دي.

سپینې ماڼۍ او پنتاګون پر کندوز د طالبانو دغه برید په سختو ټکو غندلی، خو وايي په دغه ښار کې له وضعیت اوښتو سربېره، په افغانستان کې دا مهال د مېشتو پوځيانو په مهال وېش کې بدلون نه راځي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د ولسمشر په رسمي الوتکه کې د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، افغان ځواکونو کندوز ښار کې د ځینو ودانیو بېرته نیول پیل کړي، خو د امریکا متحده ایالتونه به په دې چاره کې د سلاکار رول ولوبوي.

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلي ارنسټ زیاته کړه، امریکا له افغان ولس سره د سولې او امنیت د تینګښت په برخه کې ولاړه ده.

ده وویل، په کندوز ښار کې حالت بدلېدونکی دی.

نوموړی وویل، تر دې دمه داسې نښې نه شته، چې افغانستان کې دې د امریکا اوږدمهاله ستراتیژي بدله شي.

 تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.

ده وویل، د امریکا حکومت له افغان حکومت او له نورو ملاتړو سره یوځای ددې لپاره کار وکړي، چې افغان ځواکونه ددې وړتیا او رزونه لري چې د تېرو دیارلسو کلونو ترلاسه شوې بریاوې وساتلی شي.

پر همدې مهال، د دفاع وزارت ویاند پیچر کوک خبریالانو ته وویل، د سې شنبې په سهار یې پر کندوز الوتکو بمباري ځکه کړې، چې هلته د ټلوالې موجوده ځواکونه خوندي وساتي.

پنتاګون وايي، یوې ایف شپاړس ډوله الوتکې د طالبانو پر یوه واحد، چې د کندوز د هوايي ډګر پر لوري روان و، بمباري کړې ده.

د امریکا ددفاع وزارت دغه راز وايي، افغان امنیتي ارګانونو یو لوی پوځي ځواک راټول کړی، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېږي، دوی ډاډمن دي چې دغه ځواک به طالبان په شا وتمبوي او د کندوز ښار به بېرته ونیسي.