طالبانو د کندوز بالاحصار بېرته نیولی

د عکس سرچینه، Reuters
وسله والو طالبانو د کندوز کنټرول تر لاسه کولو جګړې په لړ کې د افغان حکومت یو بل پیاوړي پوځي مرکز کنټرول تر لاسه کړی دی.
رپوټونه وايي د بالاحصار ستراتیژیکې کلا کنټرول د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی دی.
له کندوزه رسیدلي رپوټونه وايي روغتون کې د پوځي او ملکي ټپیانو درملنې هڅې کېږي.
ویل کېږي، چې لارو کې ماینونه خښ کړل شوي او اوبه او برېښنا په ښار کې نه شته.
افغان ځواکونه لا هم د هوايي ډګر کنټرول په لاس کې لري او د طالبانو د پرمختګ مخنیوي هڅې کوي.
د ناټو ځانګړو ځواکونو یوه کوچنۍ ډله هلته د افغان ځواکونو مرستې لپاره په کندوز کې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي د ناټو ځانګړي ځواکونه کندوز ته رسېدلي، چې د وسله والو طالبانو لخوا د دغه ښار نیول شویو سیمو کنټرول په بېرته تر لاسه کولو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
د امریکايي پوځ یوه ویاند په خبره، ناټو سرتېري په کندوز ښار کې افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو لپاره موجود دي.
امریکايي ځواکونو د طالبانو پرمختګ مخنیوي لپاره هوايي بریدونه هم کړي.
د کندوز پولیسو مشر قسیم جنګل باغ وايي: ''حالت ښه شوی، یو شمېر ځایونه چې وینئ د حکومتي ځواکونو کنټرول ته راغلي. زموږ عملیات دوام لري. د قومندانۍ، زندان او ځینو نورو ځایونو کنټرول مو ترلاسه کړی. نژدې ۸۳ مخالفان نن په هوايي برید کې وژل شوي، چې درې کسان یې عربان دي.''

د عکس سرچینه، Reuters
یوه ورځ وروسته تر هغه، چې طالبانو د کندوز ښار ونیو، افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو ددغه ښار بېرته نیولو لپاره په جګړې بوخت دي.
له کندوزه وروستي رپوټونه وايي، چې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ښار په بېلابېلو برخو کې درنه جګړه روانه ده او د جګړې وضعیت د تېرې ورځې پر تله ډېر نه دی بدل شوی.
طالبانو ادعا کړې، چې د کندوز امنیه قومندانۍ ودانۍ او د ښار په سوېل کې یې د زندان ودانۍ نیولې دي. دغه ودانۍ تېره ورځ د افغان ځواکونو په کنټرول کې وې، چې طالبان یې بېرته د نیولو ادعا کوي خو دویم هدف یې د کندوز هوايي ډګر نیول دي.
د کندوز د پولیسو ویاند سرور حسیني ویلي، جګړه د هوايي ډګر په څنډو، د ښار په ځینو سیمو او واټونو او د ښار په سوېل بالاحصار کې دوام لري.
دی ادعا کوي چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو دقیق شمېر یې نه ښيي. خو طالبان ادعا کوي، چې افغان ځواکونو ته ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده او اوس هوايي ډګر تر کلابندۍ لاندې دی.
لویه ناکامي
د امریکا د دفاع وزرات وايي د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدل د افغان حکومت لپاره لویه ناکامي ده، خو باوري دی چې افغان ځواکونه به بېرته دا ولایت له طالبانو ونیسي.
د پنتاګون په وینا، ځوابیه بریدونه پیل شوي او زیاتوي افغان ځواکونه د هغو ننګونو ته ځواب وايي چې دوی ورسره مخامخ دي.
بل خوا، د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي، په کندوز کې د دوی روغتون ته زیات شمېر ټپيان ور رسېدلي دي چې په جګړو کې ټپي شوي دي.
د دې ادارې ویاند وایي، تر سلو زیات ټپيان د دوی د روغتون په کټونو، دهلیزونو او دفترونو کې پراته دي.

پرهمدې مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي طالبان د خلکو په کورنو کې پټېږي، په کورونو ګرځي او افغان امنیتي ځواکونه لټوي چې په دې توګه د ولسي وګړو ژوند په خطر کې اچوي.
ځایي خلکو ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونوله لوري د کندوز د نیولو لپاره د عملیاتو په لړ کې طالبان له عادي خلکو سره ګډ شوي او ځانونه یې د دوی په منځ کې پټ کړي دي.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی وايي پر کندوز د طالبانو د برید په اړه به هر اړخيزې څېړنې وکړي.
معامله
په تېرو څوارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې طالبان د افغانستان یو لوی ښار نیسي.

د عکس سرچینه، NDS
معصوم ستانکزي دا خبره رد کړه چې ګنې کندوز دې د کومې معاملې په نتیجه کې د طالبانو لاسته لوېدلی وي، خو ویې ویل داسې کسان شته چې په دنده کې يې ناغېړي کړې.
هغه همدا راز وویل په کندوز ښار کې داسې کسان هم شته چې له طالبانو سره یې مرسته کړې ده.
دا چې طالبانو ولې په کندوز برید کړی او د دې ولایت اهمیت په څه کې دی.
په وروستیو شپږو کلونو کې په شمال زون کې کندوز د طالبانو او نورو وسله والو لپاره اصلي مرکز و.
دوه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چاردرې او دشت ارچي ولسوالۍ ونیولې، یوازې د دشت ارچي ولسوالۍ یې له ځان سره وساتلی شوه، خو د چاردرې ولسوالۍ یې بېرته له لاسه ووته.

د عکس سرچینه، AFP
شنونکي وايي، په کندوز کې د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او پخوانیو جهادي قومندانانو تر منځ لانجو کونجو پدې ولایت کې د طالبانو ډېر فعالیت ته لاره هواره کړه.
د کندوز جګړه په یوه لاس او له یوه ځایه نه اداره کېږي، اوسمهال په دې ولایت کې طالبان، په القاعده پورې تړلي بهرني جنګیالي، د ازبکستان اسلامي غورځنګ اورپکي او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب وسله وال فعال دي.








