م.م: کندوز کې لږترلږه ۱۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي د افغانستان شمال کندوز جګړه کې څه دپاسه سلو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او شپږ زره کسان بې کوره شوي دي.
دغې ادارې له ښکېلو غاړو غوښتي چې بشري حقونه مراعت کړي.
ملګري ملتونو په کندوز کې د ملکي خلکو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښوولې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي د ملکي خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.
له کابله نصرت صمیمي پخپل راپور کې وايي، په کندوز ښار کې د جګړې له امله ټولې دولتي او نادولتي ادارې او مرستندویه موسسې تړلي دي، پر ښار برېښنا بنده شوې او خلک په ډېره وېره هڅه کوي له ښاره ووځي او ځانونه خوندي سیمو ته رسوي.
د ملګري ملتونو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۶۰۰۰ کسان د سر له وېرې له ښاره وتلي او نورو خوندي سیمو ته تللي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، جګړه کې تر اوسه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي، چې ۹۰ سلنه یې ملکي وګړي دي.
د یوناما مشر نیکولاس هیسم پر کندوز ښار د طالبانو له برید وروسته د ملکي وګړو پر وضعیت اندېښنه ښوولې ده.
د یوناما ویاند ډومینک میډلي وایي، دوی کندوز له نږدې څاري خو وضعیت هلته بوږنوونکی دی:

د عکس سرچینه، Reuters
''ملګري ملتونه د کندوز له وضعیته ژوره اندېښنه لري. هلته د صحرایي اعدامونو، پر روغتیایي مرکزونو، روغتیایي کارکوونو او ښوونځیو د بریدونو، تښتونو د خلکو پر ګرځېدو د محدودیت راپورونه رسیدلي دي. دا ډېر زړه بوږنوونکی دی. ملګري ملتونه د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ملکیانو د ژغورلو لپاره نړیوالو بشري قوانینو ته ژمن واوسي. کندوز کې وضعیت څارل کېږي، خو حالت هېښوونکی دی.''
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکي مارک باوډن هم د کندوز جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې په استوګنیزو سیمو کې د درنو وسلو له کارولو او چاودېدونکي توکو له خښولو ډډه وکړي.
تېره شپه بهرنیو ځواکونو د کندوز په ښار کې پر طالبانو هوایي بریدونه هم وکړل. بلخوا د کندوز ښار اوسېدونکي د جګړې او هوایي بریدونو له ویرې هڅه کوي له ښاره ووځي.
حشمت رحیمي چې کندوز ښار کې د جګړې له ویرې له خپلې کورنۍ سره تخار ولایت ته تللی بي بي سي ته وویل:
تخار ته د تلونکو موټرو په هډه کې ډېر بیروبارو وو، خلکو پر موټرو یرغل وړلو چې ځانونه تخار یا هم خان اباد ته ورسوي. ځېنې خلک په شخصي موټرو کې له خپلو کورنیو سره لاړل. که خلک وکړای شي ټول وځي، خو ځېنې کسان امکانات نه لري. موږ هم تخار ته راغلو.
خو ځېنې نور سره له دې چې د خپل ژوند ویره ورسره خو د خپلو مالونو د تالا کېدو له وېرې خپل کورونه نه پرېږدي.
باقي جان رسولي د کندوز ښار په زړه کې د سردورې سیمې اوسېدونکي چېرته چې د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېږي:
''تشویش د دولت د عملیاتو له اړخه دی. که عملیات وشي نو طبیعي ده چې زیان اړوي، خلک وژل کېږي، له همدې خاطره خلک له دې ځایه ځان وباسي. خلک ډېر ووتل، نورو ولایتونو ته لاړل. که موږ وغواړو هم وتلی شو، خو کور چاته پرېږدو؟''

د عکس سرچینه، AP
دوکانونه تړلي او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي چې که ډېر دوام وکړي ښایي پر یوه بل ناورین واوړي. داسې راپورونه هم شته چې د کندوز پر ملکي روغتون د ناروغانو او ټپیانو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته شوې.
ځېنې کسان دا هم وایي چې طالبان په ښار کې د دولتي چارواکو او امنیتي سرتېرو په لټه د خلکو کورونه پلټي. د کندوز اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې واخستل شي او اوس کابل ته راغلې بي بي سي ته وویل:

د عکس سرچینه، epa
کلپ د نامسووله وسله والو، محلي پولیسو او د ملي امنیت سرتېرو کورونه یې ډېر پلټل، خو هغوی په کورونو کې نه وو. موټر او سلاح به یې له ځانه سره وړل، له نورو توکو سره یې کار نه لرل.
په کندوز ښار کې د چور تالان ضد او نقیض راپورونه هم ورکول کېږي خو دا خبره تر اوسه د کومې رسمي سرچینې لخوا نه ده تایید شوې.

د عکس سرچینه، Reuters








