هرات کې د يوه ښوونځي ۱۰۰ نجونې مسمومې شوې

په هرات کې نن بیا په یوه ښونځي کې څه باندې ۱۰۰ نجونې مسمومې شوې دي.
په تېرو څلورو ورځو کې دا دریم ځل دی چې د نجونو په ښونځیو کې یو شمېر زده کوونکې مسمومیږي.
دوه ځلې په یوه خصوصي ښونځي کې او دا ځل د ښار په لویدیځ کې د بابا حاجي په ښونځي کې لسګونه نجونې مسمومې شوې.
ویل کیږي چې نجونې د یوه ځانګړي ګاز په خپریدو مسمومې شوې، خو په دې اړه د رسمي تحقیقاتو پایلې نه دي اعلان شوي.
که څه هم دا ځل د مسمومیت کچه د تیرو هغو په پرتله نسبتآ لوړه ښودل شوې، خو د هیڅ یوې زده کوونکې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ نه دی ښودل شوی.
د هرات د ښونې او روزنې مشر عبدالرزاق احمدي په وروستيو څو ورځو کې د مسمومېدو پېښو په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.
تېره ورځ (چارشنبه، سپټمبر دويمه) د هرات ولايت په "حبيب مصطفی" ښوونځي کې ۲۵ نجونې مسمومې شوې وې.
تر دې وړاندې هم په هرات، مزار، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې نجونې مسمومې شوې، خو لا يې د مسمومېدو لامل نه دی څرګند شوی.
د هرات ځايي چارواکي وايي تر اوسه د پېښې اصلي لامل معلوم نه دی خو وايي په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.








