هرات او بدخشان کې ۱۰۰ نجونې مسمومې شوې دي

په وروستيو کلونو کې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې په ځانګړي ډول د نجونو په ښوونځيو کې د مسمومېدو پېښې رامنځته شوې دي
د عکس تشریح، په وروستيو کلونو کې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې په ځانګړي ډول د نجونو په ښوونځيو کې د مسمومېدو پېښې رامنځته شوې دي

د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان او لويديځ ولایت هرات کې چارواکي وايي، شاوخوا ۱۰۰ نجونې مسمومې شوې دي.

د هرات روغتون مشر محمد رفيق شيرزي بي بي سي ته ويلي، په دغه ولایت کې ۵۰ نجونې مسمومې شوې دي.

ښاغلي شيرزي زياته کړه چې مسمومې شوې نجونې د هرات ښار په څنډو کې د استقلال ښوونځي زده کوونکې وې.

ده ويلي د نجونو د مسمومېدو لامل د يو ډول ګام بوی دی، خو د ګاز ډول نه دی مشخص شوی.

ښاغلی شیرزی وايي تر اوسه په دې اړه زيات جزييات نه شته، خو ښايي پوليس وروسته د پېښې په اړه خپلې موندنې اعلان کړي.

ده ويلي چې ټولې نجونې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيا يې ښه ده.

په هرات کې ورته پېښې تر دې وړاندې هم شوې دي، خو تر اوسه يې د مسمومېدو لاملونه نه دي په ګوته شوي.

پر همدې مهال د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان کې چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د يوه ښوونځي ۵۰ نجونې په يوه ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوې دي.

د دغه ولايت د شکي ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې موسسې مشر دوست محمد حقجو بي بي سي ته ويلي د دوی له ډلې ۱۸ نجونې د کوما په حال کې دي.

ده ويلي په دغه لېرې پرته سيمه کې روغتيايي اسانتياوې ډېرې لږې دي.

ځايي سرچينې وايي ډاکټران تر اوسه نه دي توانيدلي چې معلومه کړي دا څه ډول ناروغي ده.

په وروستيو کې ځايي چارواکو د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې د ورته دريو پېښو خبر ورکړ.

په دغو پېښو کې په درې ښوونځيو کې په بېلابېلو سيمو کې لسګونه نجونې مسمومې شوې او تر اوسه يې لامل نه روغتون او نه امنيتي سرچينو په ډاګه کړی دی.

په وروستيو کلونو کې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې په ځانګړي ډول د نجونو په ښوونځيو کې د مسمومېدو پېښې رامنځته شوې دي.