د بغلان ولایت د پوځي څارنوالۍ مشر وژل شوی

د عکس سرچینه، f
د افغانستان بغلان ولایت کې د پوځي څارنوالۍ مشر نن سهار (سپتمبر ۱) د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت وايي، د دغه ولایت د نظامي څارنوالۍ مشر سید منور اغا د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی.
د نوموړي په وینا، دغه برید د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار په لادوري سیمه کې وشو.
کله چې نوموړی له کوره د دفتر په لور روان و، برید پرې وشو.
برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او په دې اړه څېړنې روانې دي.
د دې برید مسؤولیت تر دې دمه هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
څو میاشتې مخکې هم په کابل او شمالي ولایت بلخ کې د څارنوالۍ پر کارکوونکو بریدونه شوي.
په هغه وخت کې په کابل کې پر لوې څارنوالۍ د دوو ځانمرګو بریدونو له کبله او د بلخ ولایت پر څانوالۍ ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او ۹۲ نور ټپیان شول.








