"بغلان ولايت کې ۱۸ وسله وال وژل شوي"

د بغلان د پوليسو مشر عبدالجبار پردلي وايي د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ جګړو کې شاوخوا ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
ښاغلي پردلي وويل، دغه نښته د پلخمري ښار سره نژدې ډنډ غوري سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
دی وايي امنيتي ځواکونو دغه عمليات په سيمه کې د وسله والو مخالفانو د فعاليتونو له منځه وړلو لپار ترسره کړي دي.
د بغلان ولايت د کابل- مزار شريف پر لويه لار پروت دی چې د افغانستان اته شمالي ولايتونه له کابل سره نښلوي.
دغه سيمه له مرکزي اسيا څخه کابل او جنوبي ولایتو ته د توکيو د لېږد مهمه لار ګڼل کېږي.
په بغلان ولايت کې د طالبانو سره تړلې ډلې او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي فعال دی. مخالفو وسله والو کسانو تراوسه د دې جګړې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ډنډ غوري سيمه کې د جګړو له کبله دغې ډلې په شاتګ کړی و.




