بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې سیمه ییز چارواکي وايي، په هدیره کې یو ځانمرګی برید شوی.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، چې نن (دسمبر ۱) شاوخوا یوولس بجې د بغلان ولایت به بورکه والسوالۍ کې د یو تن ولسي وګړي د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی.
هغه وايي، د دغه برید موخه قومي مشران او یا چارواکي نه وو، بلکې دغه ځانمرګی برید د خلکو ترمنځ د "وحشت او وېرې رامنځ ته کولو په موخه" ترسره شوی.
ښاغلی بشارت وویل، په دغه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نو ر ټپیان دي چې په وژل شو کې ۲ پولیس دي او په ټپیانو کې هم ۲ پولیس شامل دي.
هغه وویل، د ولایت له مرکز پلخمري بورکې ولسوالۍ ته یو پلاوی تللی تر څو دغه پېښه له نږدې وڅېړي.
د دغې پېښې مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.




