د افغانستان په شمال کې سړي خپله ۱۶ کلنه ناوې وژلې

د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یوه سړي خپله ناوې د واده په دریمه ورځ وژلې ده.
وژل شوې مېرمنې ۱۶ کاله عمر درلود.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، دغه پېښه پرون مازدیګر (نوامبر ۲۰) ۳:۳۰ بجې پېښه شوې.
نوموړي وویل، دغه سړي د خپل واده نه درې ورځې وروسته خپله ۱۶ کلنه مېرمن د دستمال په وسیله زندۍ کړې.
د پولیسو څېړنې ښيي چې د دغې وژنې لامل کورنۍ ستونزې وې.
بشارت وايي، وژل شوې مېرمن له واده مخکې له دې اړیکي نه خوښه نه وه.
نوموړی وايي، د نجلۍ پلار د دوو کسانو د ضمانت په ترڅ کې خپله لور دغه هلک ته واده کړې وه.
د ده په وینا، دغو کسانو ضمانت کړی و، چې د خاوند له خوا به یې له ښځې سره هیڅ ډول تاوتریخوالی نه کېږي.
د بغلان پولیسو دغه دواړه ضمانت کوونکي نیولي خو د وژنې په تور تورن کس د خپلې مېرمنې د زرو ګاڼې اخیستې او تښتېدلی دی.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول د افغانستان له شمال نه د کورنیو تاوتریخوالو رپوټونه ډېر شوي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو شمېرې ښيي چې د ۱۳۹۲ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۶۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
دا څرګندوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.








