د افغانستان شمال کې ۱۲ اورپکي وژ ل شوي

د عکس سرچینه، f

د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې محلي چارواکو ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تېره ورځ ۱۲ وسله وال طالبان په قیصار ولسوالۍ کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د فاریاب د والي مرستیال عبدالستار بارز بي بي سي ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو ازبکستاني مشر طاووس اکه مړی هم تر سترګو کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم پرون یکشنبه(اګست ۲) فاریاب ولایت ته تللی او نن ( ) د قیصار په ولسوالۍ کې له خلکو سره لیده کاته کوي.

ښاغلي بارز زیاته کړه چې دغه ولایت ته د لومړي مرستیال سفر د افغان امنیتي ځواکونو د ښې روحیې سبب شوی او دوی و کولای شول چې ځینې سیمې له طالبانو بېرته ونیسي.

په دا وروستیو کې د فاریاب په المار، شیرین تګاب او قیصار ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې.

یوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

افغان ځواکونه وايي، چې ډېر ژر به له وسله والو نه د سیمې د پاکولو لپاره عملیات پیل شي.