د فارياب عملياتو کې په لسګونو وسله وال وژل شوي

د عکس سرچینه، f
د فارياب ولايت چارواکي وايي د دريو ورځنيو عملياتو په ترڅ کې يې ۴۷ وسله وال وژلي دي.
د دې ولايت سرپرست عبدالستار بارز بي بي سي ته ويلي دغه عمليات يې د پنجشنبې پر ورځ (۹ جولای) د طالبانو پر وړاندې پيل کړي وو.
ښاغلي بارز وويل د دې عملياتو په ترڅ کې يې ګڼ کلي د طالبانو له ولکې ايستلي او د دوی دوه مهم قوماندان يې هم وژلي دي.
د فارياب ولايت سرپرست وايي په دې عملياتو کې د امنيتي ځواکونو ۹ کارکوونکي هم وژل شوي دي.
د ده په وينا په فارياب کې د طالبانو پر وړاندې عملياتو کې له هوايي ځواکونو هم ګټه اخيستل شوې ده.
دغه عمليات له هغه وروسته پيل شول چې په ولسي جرګه کې د نوموړي ولايت نمايندګانو په فارياب کې د طالبانو په کړنو کې له زياتوالي سر ټکاوه.
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي فارياب ته د روانو امنيتي حالاتو په اړه سفر درلود.
په يوه خبري ناسته کې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي، فارياب ولايت ته يې د ځانګړو ځواکونو ټولي استولي او وسله والو طالبانو ته يې زيان اړولی دی.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.








