چاودنې د فاریاب شیرین تګاب څارنوال وژلی

د افغانستان په شمالي فاریاب ولایت کې د شیرین تګاب ولسوالۍ د څارنوال پر موټر پورې نښل شوي چاودېدونکي چاودلي، چې څارنوال پکې وژل شوی او څلور نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د شیرین تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک بي بي سي ته وویل، پېښه د پنجشنبې پر ګهیځ شاوخوا اته بجې هغه مهال وشوه، چې څارنوال له کوره دفتر ته په موټر کې روان و.
په چاودنه کې د ولسوالۍ د برېښنا آمر او درې نور کسان ټپیان شوي، چې دوه ټپیان د میمنې روغتون ته لېږدول شوي.
په چاودنه کې یو لاروی هم سربېرن ټپي شوی دی.
تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.




