د سرپل کوهستانات ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

د عکس سرچینه،
د افغانستان شمالي سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې ده، چې د دغه ولایت کوهستانات ولسوالي د دولت وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې ده.
د سرپل مرستیال والي عبدالغفور دستیار بي بي سي ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو کوهستانات ولسوالي ونیوه.
ښاغلی دستیار زیاتوي، دغه ولسوالي د کافي پوځيانو د نشتوالي له کبله له لاسه وتلې ده.
دستیار وايي، د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې یو لړ ګامونه اخیستي دي.
د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه پیغام کې لیکلي، کوهستانات ولسوالۍ یې وسله والو تر کلابندۍ وروسته نیولې ده.
تېره ورځ (دوشنبې) د کوهستاناتو ولسوالۍ یو سیمه ییز قومندان له خپلو اوو سرتېرو سره له طالبانو سره یوځای شو.
چارواکي وايي، دغه قومندان د دولت مخالفینو ته ځای ورکړی او د یکشنبې ورځې په جګړه کې طالبانو ته اوښتی دی.
وړاندې، د سرپل ولایت چارواکو منلې وه، چې د کوهستاناتو ولسوالي ډېری برخې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.
د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند امان الدین امان وايي، د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو دغه قومندان له وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرلې.
د یاد قومندان نوم تر اوسه نه دی اخیستل شوی.
طالبانو ادعا کړې چې دغلته ګڼ سیمه ییز پولیس له دوی سره یوځای شوي، خو د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند دغه ادعا رد کړه او وايي چې اوس مهال هم په سیمه کې جګړه روانه ده.
د روان کال فبرورۍ کې د سرپل 'شیرامه' سیمه کې د دولت له لوري د طالبانو پرضد چاڼيز عملیات پیل شوي وو.
شیرامه د سرپل له مهمو سیمو ګڼل کېږي، چې له جوزجان او بلخ ولایتونو سره د نښلوونکي پله حیثیت لري، چې د کارپوهانو په وینا، که چېرې دغه سیمه له طالبانو پاکه نه شي، د ناامنیو لمن به یادو ولایتونو ته هم وغځېږي.








