بامیان رسماً د 'سارک' سازمان کلتوري پلازمېنه اعلان شو

د سوېلي اسيا د همکاريو ټولنې ''سارک'' د کلتوري پلازمېنې په توګه په رسمي ډول د باميانو نومونې جشن دوه ورځني مراسم پيل شول.

د باميانو چارواکي وايي د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی. دوی وايي کورني او بهرني مېلمانه ور رسېدلي دي.

<link type="page"><caption> د ارجنټاین په بڼه د بامیانو کلتوري بیارغونه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/02/150221_ns_unesco_bamiayn_center" platform="highweb"/></link>

په دغو مراسمو کې د افغان حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي، د سازک سازمان چارواکي او د دغه سازمان د غړو هېږوادونو ځینو استازو هم ګډون کړی.

د دغه ولایت سرپرست والي غلام علي وحدت وايي، له دې فرصته باید ګټه واخیستله شي:

''دا جشن دوه ورځې دی. په لومړۍ ورځ به د پرانستې او ويناو پروګرام وي. په دویمه ورځ د باميانو په مرکز، بند امير او لرغونو سيمو کې فرهنګي او هنري پروګرامونه لرو. موږ بايد له دغه فرصته ګټه واخلو''.

د عکس سرچینه، BBCPersian.com

سارک یا د سویلي اسیا هېوادونو سازمان تېر کال بامیان د ۲۰۱۵ کال لپاره فرهنګي پلازمېنه وټاکله.

د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان، یونیسکو د بامیانو فرهنګي مرکز د رغاونې لپاره د ارجنټیاني انجنرانو طرح منلې ده.

 دغو مراسمو ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني او ګڼ نور مېلمانه هم ورغلي.

د عکس سرچینه، BBCPersian.com

د عکس تشریح، دغو مراسمو ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني او ګڼ نور مېلمانه هم ورغلي.

د دغې طرحې لپاره یوه سیالي پیل شوې وه، چې د ارجنټیایني انجنرانو طرح د زرو ډېرو نورو طرحو له منځه ټاکله شوې ده.

بامیانو کې ګڼ شمېر تاریخي اثار شته، چې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله په نامناسب چاپیریال کې ساتل کېږي.

د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان، یونیسکو د بامیانو فرهنګي مرکز د رغاونې لپاره د ارجنټیاني انجنرانو طرح منلې ده.

د عکس سرچینه، UNESCO

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان، یونیسکو د بامیانو فرهنګي مرکز د رغاونې لپاره د ارجنټیاني انجنرانو طرح منلې ده.
بامیانو کې ګڼ شمېر تاریخي اثار شته، چې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله په نامناسب چاپیریال کې ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، بامیانو کې ګڼ شمېر تاریخي اثار شته، چې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله په نامناسب چاپیریال کې ساتل کېږي.

اوس داسې تمه کېږي، چې د دغه مرکز له رغېدو سره به ګڼ شمېر تاریخي اثار له منځه تلو له خطره وژغورل شي.

د بودا د مجسمو خالي تاخچې، او شاوخوا غارونه، د غلغلې ښار، چهل ستون، څلویښت برجونه، د ضحاک ښار او دوې تاریخي کلاوې هغه اته سیمې دي، چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې له یونیسکو سره په دې موخه ثبت شوي، چې له ګواښ سره مخامخ دي.

د بودا د مجسمو خالي رواقونه، او شاوخوا غارونه ، د غلغلې ښار، چهل ستون، څلویښت برجونه، د ضحاک ښار او دوه تاریخي کلاووې هغه اته سیمې دي، چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې له یونسکو سره په دې موخه ثبت شوي، چې له ګواښ سره مخ دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د بودا د مجسمو خالي رواقونه، او شاوخوا غارونه ، د غلغلې ښار، چهل ستون، څلویښت برجونه، د ضحاک ښار او دوه تاریخي کلاووې هغه اته سیمې دي، چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې له یونسکو سره په دې موخه ثبت شوي، چې له ګواښ سره مخ دي.