د بامیانو کلتوري پراختیا ته د کانونو عواید ځانګړي کېږي

دغه طرحه د یونیسکو له خوا چمتو شوې، خو په رسمي توګه د افغانستان دولت ته لانه ده سپارل شوې، خو تمه کېږي چې تر دوو میاشتو پورې به یې وروستۍ بڼه جوړه شي.

د عکس سرچینه، UNESCO

د عکس تشریح، دغه طرحه د یونیسکو له خوا چمتو شوې، خو په رسمي توګه د افغانستان دولت ته لانه ده سپارل شوې، خو تمه کېږي چې تر دوو میاشتو پورې به یې وروستۍ بڼه جوړه شي.

د افغانستان بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي، په پام کې ده، ددغه ولایت د کانونو د عوایدو یوه برخه د بامیانو کلتوري پراختیا ته ځانګړې شي.

له کابله هدایت الله همیم پخپل راپور کې وايي، د بامیانو ولایت د اطلاعاتو رییس کبیر دادرس بي بي سي ته وویل، دغه طرحه د یونیسکو له خوا چمتو شوې چې د حکومت له خوا له تصویب وروسته به یې د کانونو وزارت عملي کړي.

ښاغلي دادرس وویل، ددغې طرحې په تطبیقېدو سره به د بامیانو د لرغونو توکو ساتنې او رغونې لپاره کافي بودیجه چمتو شي:

''دغه یوه جامع طرحه ده، چې تر اوسه یې جزییاتو ته نه یو تللي، زه ددې طرحې ملاتړی یم او هرکلی یې کوم، دا طرحه به هله عملي کېږي، چې راتلونکی کال د لرغونو توکو بیارغونه پیل شي''.

دغه طرحه د یونیسکو له خوا چمتو شوې، خو په رسمي توګه د افغانستان دولت ته لانه ده سپارل شوې، خو تمه کېږي چې تر دوو میاشتو پورې به یې وروستۍ بڼه جوړه شي.

د جوړې شوې طرحې د ارزونې په موخه د یونیسکو ځینې غړي دا مهال بامیانو کې دي.

په پام کې ده، دغه پلاوی د بامیانو حاجي ګک او ځینې نور کانونه وګوري.

د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، یاد پلاوی به د لرغونو سیمو شاوخوا د استخراج پایلې له خپله نظره سیمه ییزې ادارې ته وړاندې کړي:

''بامیانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپېژندنې ریاست او یونیسکو پلاوی راغلی، پر لرغونو توکو څومره منفي اغېز کېږي، او دا موضوع د کانونو له وزارت سره شریکه کړي، چې د لرغونو توکو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې دغه طرحه مرسته وکړای شي او په راتلونکو کلونو کې ددغې بودیجې په مټ موږ دغه لرغوني توکي وساتلی شو''.

د بامیانو حاجي ګک کان د افغانستان له سترو کانونو ګڼل کېږي، چې ترڅنګ یې د ډبرو د سکرو کان هم پروت دی.

د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، یاد پلاوی به د لرغونو سیمو شاوخوا د استخراج پایلې له خپله نظره سیمه ییزې ادارې ته وړاندې کړي:

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، یاد پلاوی به د لرغونو سیمو شاوخوا د استخراج پایلې له خپله نظره سیمه ییزې ادارې ته وړاندې کړي: