د ارجنټاین په بڼه د بامیانو کلتوري بیارغونه

د عکس سرچینه، UNESCO

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان، یونیسکو د بامیانو فرهنګي مرکز د رغاونې لپاره د ارجنټیاني انجنرانو طرح منلې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د دغې طرحې لپاره یوه سیالي پیل شوې وه، چې د ارجنټیایني انجنرانو طرح د زرو ډېرو نورو طرحو له منځه ټاکله شوې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د یونیسکو له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د بامیانو له طبیعي چاپیریال سره سمون او نوښت د دغې طرحې معیارونه دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ویل کېږي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه طرح تایید کړې ده. نوموړي ویلي، حکومت د افغانستان فرهنګي میراث خوندي ساتلو ته ژمن دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
مسوولین وايي ژر به د بامیانو فرهنګي مرکز رغاونې چارې پیل شي. د مرکز رغاونې چارې افغان حکومت د یونیسکو او سویلي کوریا په مرسته پیلوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
بامیانو کې د اطلاعاتو او کلتور رییس کبیر دادرس بي بي سي ته ویلي، چې د یادې طرحې له مخې به د نوي کال له پیل سره سم د رغاونې چاره پیل شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په یاد فرهنګي مرکز کې د موزیم، کتابتون، ورزشي سرپټي لوبغالي او ځینو نورو برخو رغاونه شامل دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
بامیانو کې ګڼ شمېر تاریخي اثار شته، چې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله په نامناسب چاپیریال کې ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
اوس داسې تمه کېږي، چې د دغه مرکز له رغېدو سره به ګڼ شمېر تاریخي اثار له منځه تلو له خطره وژغورل شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
سارک یا د سویلي اسیا هېوادونو سازمان تېر کال بامیان د ۲۰۱۵ کال لپاره فرهنګي پلازمېنه وټاکله.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په پام کې وه چې د ۱۳۹۲ کال غويي میاشت کې بامیانو کې یو جشن هم جوړ شوی وای.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








