بامیانو کې به ۸ لرغونې سیمې د تاریخي میراثونو په لړلیک کې پاتې وي

د عکس سرچینه، AFP
په بامیان ولایت کې به ۸ لرغونې سیمې د تاریخي میراثونو په لړلیک کې پاتې وي.
دا خبره د ملګروملتونو د علمي او فرهنګي سازمان یونیسکواستازی کوي خو په بامیانو کې بیا چارواکي اندېښمن دي، چې د بامیانو ځینې سیمې به له دغه لیسته ویستلی شي.
دا اندېښنې هغه مهال راوټوکیدې، چې په یادوشویو سیمو کې اوس په خپل سرد کورونو د جوړیدو کارونه روان دي.
اسدالله جلالزی په راپور کې کاږي: که څه هم د یونیسکود کلتوري چارو مسوله سارا نوشادي وايي،د افغانستان د دولت په مرسته به په بامیانو کې اته لرغونې سیمې خوندي ساتل کېږي او د تاریخي میراثونو له لیسته به ونه غورځول شي.
خو د بامیانو ولایت چارواکي اندېښمن دي، دا سیمې ښايي له دې امله، چې په کې خلکو په خپل سر د کورونو د جوړولو تابیا کړې کیدای شي له تاریخي میراثونو له لیسته وغورځول شي.
د بامیانو د والي مرستیال محمد اصف ملبغ وايي، که چیر ته دا کار وشي نو ښې پایلې به ونه لري.
له بلې خوا د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس کبیر دادرس بیا وايي، د یادو سیمو د ساتلو لپاره ټینګ تدابیر نیول شوي.

د عکس سرچینه، BBC News Interactive
د بودا د مجسمو خالي رواقونه، او شاوخوا غارونه ، د غلغلې ښار، چهل ستون، څلویښت برجونه، د ضحاک ښار او دوه تاریخي کلاووې هغه اته سیمې دي، چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې له یونسکو سره په دې موخه ثبت شوي، چې له ګواښ سره مخ دي.
د بامیانو ولایت د زړه راښکونکو طبیعی منظرو له امله د سارک د فرهنګي پلازمینې په توګه ونومول شو.
ښایي له یوې میاشتې کمه موده کې د سارک د هیوادونو له خوا دلته د پلازمینې د معرفي کیدو لومړنی جشن هم جوړ شي.








