دایکندي کې ترافیکي پېښې د ۱۰ کسانو ژوند اخیستی

د افغانستان په مرکزي دایکندي ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله لږترلږه لس تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په پېښه کې ځينې وژل شوي او ټپیان د ښوونځي نجونې ښودل شوې دي.
دغه پېښه نن (چارشنبه/ جون ۳) له غرمې وروسته په میرامور ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دایکندي ولایت مرستیال حبیب الله رادمنش بي بي سي ته وویل چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي:
"یو فلانکوچ، چې تر ډېره د ښوونځي زده کوونکي پکې سپاره وو، چپه شوی چې لس کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي".
د دې پېښې اصلي لامل د سړک خرابوالی ښودل شوی.
په دایکندي ولایت کې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبله د امنیتي پېښو تر هغې زیاته ده.
تر اوسه په دغه ولایت کې هېڅ سړک نه دی پوخ شوی.
وړاندې، په افغانستان کې د ترافيکو رياست ویلي وو، د هېواد په کچه د تېر کال په پرتله په ترافيکو پېښو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی. دوی يې لامل د ترافيک پوليسو ټينګه څارنه او د ترافيکي اصولو مراعتول بولي.








