بدخشان کې واورې ښویېدو ۱۲ کسان وژلي

د افغانستان بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، پېښه ددې ولسوالۍ په "کجلر" سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د بدخشان ولایت طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې مشر سید عبدالله همایون دهقان بي بي سي ته وویل، اته کورونه هم تر واورو لاندې شوي، خو اوسېدونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.
ښاغلي دهقان اغېزمنې سیمې ته د مرستو رسولو لړۍ ډېره پڅه ګڼلې ده:
"موږ له سترې ستونزې سره مخامخ یو، یو دا چې دغې سیمې ته غځېدلې لارې تړل شوې، هغه کلی چې دا پېښه پکې رامنځ ته شوې، د دولت نژدې ۱۲۰ مخالف وسله وال هلته واکمني کوي."
دی وايي، اغېزمن شوي بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د ۲۰۱۴ فبرورۍ میاشت کې، چې هلته واورې ډېرې وې، واوې ښویېدو لږترلږه ۷ کسان وژلي وو.
تېر ۲۰۱۴ کال په بدخشان کې د ځمک ښويېدنې په اړه د سیمې له خلکو ټاکل شوي کمیسیون ویلي وو، هلته د ځمکې ښویېدنې له کبله ۲۵۵ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
په تېره دلو/سلوغه میاشت کې هم بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله پنځه کسان وژل شوي وو.
بدخشان یو غرنی او سوړ ولایت دی، چې د هېواد د نورو سیمو پرتله ډېره واوره پکې کېږي او ډېر کله د خونړیو واورې ښویېدو راپورونه ترې ورکول کېږي.

سږ کال په ټول افغانستان کې د ژمې پر مهال د پام وړ واوره ونه شوه، چې په دې سره د افغان بزګرانو اندېښنه ډېره شوې چې شاید راتلونکی کال وچکالي ډېره وي.
بدخشان چې غرنۍ سرحدي ولايت دی وخت ناوخت په کې د زياتو واورو د ورېدو له امله لويې لارې تړل کېږي.
په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د واورو د ښووېدو او د کليو او خلکو د لاندې کېدو راپورونه ورکړای شوي دي.








