بدخشان کې طالبانو نیول شوي امنيتي سرتېري خوشي کړي

د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان کې د عامه نظم د څلورو پوليسو په خوشي کېدو د هغو امنيتي سرتېرو شمېر ۱۶ ته ورسېد چې په وروستيو اوونيو کې د وسلوالو طالبانو له لوري ازاد شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، د ملي اردو، ملي پوليسو، محلي پوليسو او نظم عامه په ګډون نژدې ۲۰ سرتېري څه باندې یوه مياشت وړاندې د وردوج ولسوالۍ په جګړه کې وسلوالو نيولي وو.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن بي بي سي ته وويل، دغه کسان د ځايي مخورو په همکارۍ او د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې خوشي شوي دي.
احمد نويد فروتن وايي:"ممکن دا يې وروستۍ ډله وي، ځکه يو ځل اته کسه، بل ځل پنځه کسه او بل وارې څلور کسه خوشي شول. دغه کسان د ځايي مخورو او د سولې شورا په منځګړتوب او همکارۍ او د ملي اردو او ملي پوليسو د هڅو په پايله کې ازاد شول".
دوی وايي، پرېښودل شوي امنيتي سرتېري اوس له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي دي.

خو د طالبانو يوه ویاند په بدخشان کې د بي بي سي سيمه ييز خبريال ته ويلي، دغه کسان يې د زړه سوي له مخې خوشي کړي دي.
بدخشان ولایت کې وسله والو طالبانو یوه نیمه مياشت مخکې د پولیسو پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و، وروسته له هغې چې د دولت مخالفینو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د پولیسو پر څو پوستو برید وکړ یو شمیر پولیس لادرکه شوي دي.
خو د پلازمېنې کابل امنيتي چارواکو له ۱۵ تنو نه د ډېرو پولیسو د لادرکه کېدو خبر ورکړی و او ویلي يې و، چې د دغو پولیسو د بیا موندولو په موخه یې عملیات پیل کړي دي.
طالبانو د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی و او زیاته کړې يې وه چې د پولیسو په څلورو پوستو یې بریدونه کړي، چې څلور پولیس یې وژلي دي او یو شمېر نور یې له ځانه سره بیولي دي.








