'بدخشان کې ۱۷ پولیس لادرکه شوي'

بدخشان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ دغه سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو او پولیسو پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي دي.
د بدخشان پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي بي بي سي ته وویل، چې دغه پیښه د وردوج ولسوالۍ په صوفیانو کلي کې رامنځته شوې ده او دغو بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي دي. په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دغه برید وروسته ۱۷ پولیس لادرکه شوي دي.
ښاغلی صدیقي وایي، د برید وروسته مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي او د لادرکه شویو پولیسو د موندلو لپاره په سیمه کې عملیات روان دي.
د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې د دولت مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او له سیمې څخه په تیښتېدلي خو تر دې دمه د مخالفینو د تلفاتو په هکله کره شمېره نشته.
لعل محمد احمدزي وایي، د حکومت وسله والو مخالیفینو له مختلفو لوریو د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل او د پولیسو تجهیزاتو ته یې اور ورته کړ.
د پولیسو په وینا، مرستندو ځواکونه سیمې ته استول شوي او وايي، اوس هم عملیات روان دي.
د ښاغلي احمدزي په وینا لس تنه پولیس له دغه بریده وروسته وسله والو طالبانو له ځانه سره بیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مني او وایي، وروسته له هغې چې د دولت مخالیفینو د بد خشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د پولیسو پر څو پوستو برید وکړ یو شمیر پولیس لادرکه شوي دي.
که څه هم سیمه ییز چارواکي وایي، چې د برید په پایله کې څلور پولیس وژل شوي او یو شمېر د طالبانو له خوا برمته شوي دي.
خو د پلازمېنې کابل چارواکي د ۱۷ تنو پولیسو د لادرکه کېدو خبر ورکوي او وایي، چې د دغو پولیسو د بیا موندولو په موخه یې عملیات پیل کړي دي.
مخالفو وسلوالو د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی او وايي، د پولیسو په څلورو پوستو یې بریدونه کړي، چې څلور پولیس یې وژلي دي او یو شمېر نور یې له ځانه سره بیولي دي.
له دې وړاندې هم د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې نښتې شوې او دغه ولسوالي د افغان حکومت مخالفو وسله والو تر برید لاندې راغلې.

د عکس سرچینه، Reuters
خو یوه ځايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د بي بي سي ځايي خبریال ته ویلي، چې طالبانو ۱۶ پولیس یرغمل کړي دي.
طالبانو د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی او وايي، د پولیسو په څلورو پوستو یې بریدونه کړي، چې وايي، څلور پولیس یې وژلي دي او یو شمېر نور یې له ځانه سره بیولي دي.
له دې نه مخکې هم د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې نښتې شوې او دغه ولسوالي د افغان حکومت مخالفو وسله والو تر برید لاندې راغلې.
یاده ولسوالۍ پیچلی جغرافیايي موقعیت لري.








