بدخشان کې واورې ښوېدو ۷ کسه وژلي دي

ولايتي چارواکي وايي چې د ډېری ولسواليو لارې اوس له مرکز فیض اباد سره تړل شوي
د عکس تشریح، ولايتي چارواکي وايي چې د ډېری ولسواليو لارې اوس له مرکز فیض اباد سره تړل شوي

د افغانستان له شمال نه راپورونه وايي، چې د واورې د ښوويدو په پايله کې لږترلږه اووه کسه وژل شوي دي.

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب بي بي سي ته وويل په دغه پېښه کې درې کسه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي اديب زيات کړه د شپږ کسانو جسدونه له واورو راوېستل شوي او د اووم کس د موندلو لټه روانه ده.

دی وايي پېښه هغه مهال وشوه، چې دغو کسانو غوښتل د کوفاب په ولسوالۍ له يوه بل کلي خپل کلي، چشمې درې ته ولاړ شي.

ځايي چارواکي وايي دغه پېښه تېر مازيګر شوې او وژل شوي واړه نارينه دي.

دوی وايي په دغه سيمه کې کابو نيم متر واوره شوې او د کليو او کوفاب ولسوالۍ ترمنځ ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.

ولايتي چارواکي وايي چې د ډېری ولسواليو لارې اوس له مرکز فیض اباد سره تړل شوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

بدخشان چې غرنۍ سرحدي ولايت دی وخت ناوخت په کې د زياتو واورو د اورېدو له امله لويې لارې تړل کېږي.

په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د واورو د ښووېدو او د کليو او خلکو د لاندې کېدو راپورونه ورکړای شوي دي.