یونیم میلیون افغانان د غالیو پر صنعت بوخت دي

د عکس سرچینه،
په افغانستان کې د غاليو د توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې شاوخوا يونيم ميليون کسان د غاليو په صنعت کې په کار بوخت دي.
ويل کېږي له کرنې وروسته غالۍ اوبدل دويم هغه کسب دی، چې ډېر خلک په کې په کار بوخت دي او د افغان کورنيو کلني لګښتونه پوره کوي.
په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې وايي، غالۍ اوبدل له لسګونو کلونو راهيسې د افغانانو لپاره تر ټولو ډېر عايد لرونکی کسب دی.
غالۍ په افغانستان کې هم په دوديز ډول په کورونو او هم په مسلکي ډول په کارخانو کې اوبدل کېږي.
د غاليو د توليدوونکو او صادرونکو اتحاديې د شمېرو پربنسټ همدا اوس په افغانستان کې يو نيم ميليون کسان د قالينو په صنعت کې کار کوي.
دغه هېواد هر کال نژدې يو ميليون متر مربع غالۍ توليدوي، چې لويه برخه يې بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،
د دغې ټولنې مشر عصمت الله له بي بي سي سره خبرو کې د قالينو د صنعت په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلی عصمت الله وايي د غاليو توليدوونکي او سوداګر اروپايي هېوادونو او امريکا ته د قالينو د صادراتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
دی وايي که دغو هېوادونو ته د قالينو د لېږد ستونزه هواره شي، نو د غاليو عوايد به پنځوس سلنه وخېژي.
دوه برابره ګټه
پر همدې مهال په کابل کې د قالينو د صادراتو او توليداتو د يوه تنظيموونکي شرکت مسؤول الياس خان عصمتي وايي افغاني غالۍ اوس هم په اروپا او امريکا کې د بازار موندنې ستونزه لري.
په افغانستان کې د ننه يو مترمربع غالۍ په ۱۵۰ ډالره چې شاوخوا ۹۰۰۰ افغانۍ کېږي، پلورل کېږي، په داسې حال کې چې دا بيا په اسيايي او اروپايي بازارونو کې متر په ۲۵۰ ډالر پلورل کېږي.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،
ډېری افغانان نيوکه لري چې ګواکې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او د دې پړه مخامخ پر افغان حکومت اچول کېږي، چې په هېواد کې يې د قالينو د صنعت ودې ته زمينه نه ده برابره کړې.








