افغاني غالۍ د جرمن وزیر لانجه

- Author, ژباړه: اسماعيل سعادت
- دنده, لندن
د جرمني د حکومت پر یوه وزیر نیوکه شوې چې په افغانستان کې پېرودلې یوه غالۍ په دولتي لګښت او د ګمرکي محصول له ورکړې پرته کورته ور لېږدول شوې.
شپیګل آنلاین ریپوټ ورکړی، چې دا د پرمختیا وزیر دېرک نایبل دی چې د مارچ په میاشت کې یې په کابل کې یوه نهه متره غالۍ په نژدې ۱۴۰۰ ډالرو د ځان لپاره پېرودلې وه.
وزیر هغه مهال ونه شو کولای چې غالۍ له ځان سره په خپله الوتنه کې یوسي، ځکه یې نو په کابل کې د جرمني په سفارت کې پرې ښوده.
شپیګل آنلاین وايي چې د جرمني د پرمختیا وزارت منلې چې دغه غالۍ، چې ویل کیږی ۳۰ کلیوګرامه وزن یې لاره، د جرمني د بهرنيو استخبارتو ادارې په وړیا توګه په الوتکه کې لېږدولې ده.
غالۍ د مې پر شلمه نېټه له کابله برلین ته د استخباراتو د مشر په الوتکه کې ولېږدول شوه.
د برلین هوايي ډګر ته په رسېدو ، غالۍ پرته له هغه چې ګمرګي محصول یې سمدلاسه پرې شي، د یوهّ چلوونکي له خوا و ایستل شوه.
وزیر ویلي چې دا کار د "کوم ناسم پوهاوي" له امله شوی وه او د غالۍ ګمرکي محصول وروسته ورکړل شو.
خو د حکومت مخالف سوشیل دموکرات ګوند د دې خبرې د سپيناوي غوښتنه کړې. د ګوند مشر وايي چې وزیر باید ووايي چې له دې امله پېښ شوی تاوان څنګه پرې کوي.
وزیر نایبل ټیګار کړی چې د ګمرکي محصول د سپارلو خبره اوس حل شوې، " یوازې په لږ ځنډ " .








