"د افغاني غالیو د نوم لوړولو لپاره باید هڅې وشي"

غالۍ د افغانستان د صنعت یوه مهمه برخه جوړوي خو اوس مهال د بې کیفیته موادو د کارونې له امله غالیو خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د غالیو د پخواني ارزښت د بېرته ترلاسه کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د غالیو صادرونکو سره د ملي نورم ادارې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د ملي ستندرد د ادارې رییس پوپلزي پوپل د غالیو تولیدونکو نه وغوښتل چې د خپلو تولید شویو غالیو د نوم د لوړولو لپاره هڅې او هاند وکړي.
یو شمېر افغان غالۍ اوبدونکي د افغانستان د نا امنیو او ځینو نورو ستونزو له امله اړشوي چې د ځینو نورو خلکو په څېر ګاونډيو هېوادونو ته کډه وکړي ځکه د دوی اوبدل شوی غالۍ د پاکستان په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
له بلې خوا د بی کیفیته تېلو ستونزه تر اوسه هم نه ده هواره شوې.
د بی کیفیته تېلو واردول افغانستان ته له ډېرو نیوکو سره مخامخ شوی ځکه
دغه کار ګڼو افغانانو ته د روغتیایي ستونزو تر څنګ ډېر اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.
خو د نورم او ستندرد د ادارې مرستیال مجیب الرحمن خطیر بي بي سي ته وویل هڅې یې راونې دي چې د افغاني غالیو بایلل شوی نوم بېرته تر لاسه کړي.
که څه هم چې د نورم او ستندرد د ادارې له جوړېدو شپږ کاله تېر شوي، خو ګڼ افغانان نیوکه کوي چې دغې ادارې نه د تېلو په کیفیت کې سموالی راوستی او نه یې د هغو سوداګرو مخه ډب کړې چې دغه هېواد ته بې کیفیته تېل واردوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې وویل د سږني لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله، د غالیو صادرات څه باندې درې برابره ډېر شوي دي.
یاد شوی بنسټ وايي چې د ښکلیو ډیزاینونو او رنګونو غوراوی او د غالیو په برخه کې د پانګونې د کچې لوړیدل د دې پرمختیا له لاملونو څخه دي.








