هلمند کې پر پنځه کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی

دا وروستیو کې د افغانستان لر او بر کې پر ماشومانې د جنسي تېري پېښو په اړه ډېر اورېدل کېږي
د عکس تشریح، دا وروستیو کې د افغانستان لر او بر کې پر ماشومانې د جنسي تېري پېښو په اړه ډېر اورېدل کېږي

د سوېلي هلمند ولایت په مرکز ‎ لښکرګاه کې یوه څلور کلنه ماشومه تښتول شوې او وروسته پرې جنسي تېری شوی دی. دا وروروستیو کې افغانستان کې د جنسي تېري او په ځانګړې توګه پر ماشومانو د تېري پېښو کې ډېروالی لیدل کېږي.

د ښځو چارو وزارت وايي دغه ډول پېښو په اړه اوس ځکه رسنیو کې ډېر اورېدل کېږي، چې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او وايي خلک اوس له دغه ډول پېښو وروسته د انصاف او عدالت غوښتنه کوي.

کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې لیکي، د دغې ماشومې خپلوان وايي د کور مخې ته یې لوبې کولې، چې یوه کرولا ډوله ګاډي کې وتښتوله شوه. له پېښې څو ساعته وروسته، چې د ماشومې خپل خپلوانو پولیسو ته د پېښې په اړه وویل، ماشومه بېرته د کور مخې ته وموندله شوه.

د ماشومې روغتیايي حالت ښه نه و او په روغتون کې یې خپلوانو ته وویل شول، چې پر ماشومې جنسي تېری شوی دی. د هلمند امنیې قومنداني پېښه تایید کړې او وايي پلټنې یې پیل کړې دي.

دا وروستیو کې د افغانستان لر او بر کې پر ماشومانې د جنسي تېري پېښو په اړه ډېر اورېدل کېږي، خو د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي عامه پوهاوی ډېر شوی او د دغسې پېښو قربانیان د عدالت او انصاف غوښتنه کوي، ځکه وايي په رسنیو کې د دغو پېښو ازانګه لوړه ده، که نه وايي د پېښو شمېر کې ډېر زیاتوالی نه دی راغلی.

د ښځو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالعزیز ابراهیمي:

''ځکه چې اوس د عامه پوهاوي کچه لوړې شوې، د پېښې قربانیانو او د خپلوانو یې رسنیو ته او مدني ټولنو ته او دغه راز عدالت ته لاسرسی ډېر شوی دی، لکه څنګه چې د پغمان پېښې عاملین په سخته سزا محکوم شول، خلک اوس زړور شوي، چې د رسنیو پر وړاندې د عدالت او انصاف غوښتنه وکړي.''

دغه پېشه د تېرې یوې میاشتې اوږدو کې پر ماشومانو د جنسي تېري دریمه پېښه ده. له دې مخکې د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې یوه ۱۹ کلن زلمي پر پنځه کلنې ماشومې تېری کړی و، چې بیا وروسته یې د پولیسو توقیف کې ځان زندۍ کړ.

له هغه مخکې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه سړي پر ۳ کلنې ماشومې تېری کړی و. ځینې بیا په دې باور دي، چې له ماشومانو سره زور زیاتي کونکي د حکومت ضعیف چلند ته په کتو زړور شوي دي.