پر ۵ کلنې نجلۍ جنسي تېري کوونکي بندي 'ځان وژلی'

د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، هغه ۱۹ کلن زلمي ځان وژلی، چې ددې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې یې پر یوې پنځه کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و.
د بلخ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري بي بي سي ته وویل، تورن ځوان د جنسي تېري تر پېښې وروسته نیول شوی و او د مزار شریف په زندان کې و.
نوموړی وايي، تورن زنداني ځان په دسمال زندۍ کړی او وژلی دی.
ویل کېږي، ددغه ځوان مړی د مزار شریف ملکي روغتون ته د عدلي څېړنو لپاره استول شوی دی.
د شولګرې ولسوال سراج الدین عابد مخکې بي بي سي ته ویلي وو، دغه پېښه د دې ولسوالۍ مهاجر قشلاق په کلي کې شوې وه.
یوه میاشت مخکې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پر یوې ۳ کلنې نیلوفر نومي نجلۍ جنسي تېری شوی و، چې دغې پېښې پراخ غبرګونونه پارولي وو.
دا نجلۍ له خپلو همزولو سره په لوبو بوخته وه چې د ګاونډي نارینه له خوا پرې جنسي تېری وشو.
د مدني ټولنو فعالان معمولاً هېواد کې د دغه ډول پېښو له عاملینو سره د حکومت د سخت چلند غوښتنه کوي.
یو شمېر دغه فعالان دا هم وايي، چې دغه ډول قضیو کې له عاملینو سره د چلند لړ کې د حکومت زړه نازړه توب د دغو ناوړه پېښو ډېرېدو سبب شوی.








