د پغمان د ډله ييز جنسي تېري پنځه پړه اعدام شول

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان حکومت د کابل پغمان ولسوالۍ د ډله ییز جنسي تېري پنځه تورن اعدام کړل. د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، دغه کسان د چارشنبې پر ماسپښین درې بجې اعدام شول.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري بي بي سي ته وویل، د پغمان د ډله ییز جنسي پنځه تورن او مشهور انسان تښتوونکی حبیب استالف پر ځايي وخت د ماسپښین درو بجو اعدام شول:
"شپږ واړه کسان په درو بجو او پنځو دقیقو اعدام شول. دغه کسان د قانون له مخې اعدام شول، ځکه چې قانون کې باید د ولسمشر له لاسلیک لس ورځې وروسته اعدام شي، چې همداسې وشول."
که څه هم نظري د تورنو د اعدام ځای ونه ښود، خو وړاندې د کابل پولیسو ویلي وو چې شاید په څرخي پله زندان کې اعدام شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
د کابل پولیسو په تېر اګست میاشت کې د پغمان د ډله ییز جنسي پېښه کې پنځه تورن تر پېژندل کېدا وروسته ونیول، چې د افغانستان د درې ګونو محکمو له خوا په اعدام محکوم شول او مخکني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په وروستیو ورځو کې د هغوی د اعدام حکم لاسلیک کړ.
د کابل پولیس وايي، د پغمان د ډله ییز جنسي تېري او وسله واله غلان کې پنځه تورن لاهم تري تم دي، چې تر اوسه یې پولیس په نیولو نه دي توانېدلي.
د کابل امنیه قومندان محمد ظاهر ظاهر تېره ورځ وویل، له تري تم شویو تورنو یو یې له هېواده په وتلو توانېدلی، او دوه نور د هېواد د ننه ورک دي.
مخکني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، د پغمان د ډله ییز جنسي تېري مجرمین باید په علني ډول اعدام شي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال لږترلږه ۵۱ کسان اعدام شوي، او ۲۷۰ نور کسان په اعدام محکوم شوي، چې دغه حکم پرې نه دی تطبیق شوی.
د اعدام دغه حکومت د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي حکومت کې تطبیق شوی، چې مخکني ولسمشر حامد کرزي لاسلیک کړی و.
د بشري حقونو ځینو ملاتړو ډلو د افغانستان له حکومته د دغو اعدامونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
خو په وروستیو کې د کابل ښار کې د پغمان د ډله ییز جنسي تېري د مجرمینو د اعدامولو پر پلوۍ لاریونونه وشول.
د بښنې نړيوال سازمان 'امنيستي انټرنیشنل' هم د اعدام د دې حکم له پلي کېدو سره مخالفت ښودلى او ويلي دي، چې دغه حکم د سياسي فشارونو تر سيوري لاندې شوى دى.
حبیب استالف اعدام شو
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په وروستیو ورځو کې د حبیب استالف د اعدام حکم هم لاسلیک کړ، چې د چارشنبې په ورځ نوموړی د پغمان د پنځو تورنو سربېره اعدام شو.
هغه د یوې جنایت کارې ډلې چې په غلا، انسان تښتونې او انسان وژنې تورنه ده، مشر و.
وړاندې، د کابل پولیسو ویلي وو، چې دغه کس د یو لړ ډېرو پېچلو عملیاتو په پایله کې د کابل ښار د ننه ونیول شول.
د پولیسو په وینا، استالف مخکې څو ځلې له بنده د خوشي کېدو په مقابل کې د درو میلیون ډالرو رشوت ورکولو هڅه کړې وه.
حبیب استالف، چې نژدې یو کال وړاندې کابل کې نیول شوی و، مخکني ولسمشر حامد کرزي یې د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د اعدام حکم لاسلیک کړ.
غبرګونونه
د ښځو چارو وزارت
د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پغمان د پنځو تورنو تر اعدام وروسته په یوه خبرپاڼه کې د اعدام ملاتړ کړی، او دا یې د ټولنیز عدالت، د ښځو د حقونو د دفاع او د هغو کسانو لپاره تاریخي پند بللی، چې دا ډول جرمونو ته لاس اچوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

دغه وزارت له امنیتي او عدلي ارګانونو د درو نورو تښتېدلو تورنو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې.
د بښنې نړیوال سازمان
د بښنې نړيوال سازمان 'امنيستي انټرنیشنل' تر اعدام مخکې د اعدام د دې حکم له پلي کېدو سره مخالفت ښودلى او ويلي یې وو، چې دغه حکم د سياسي فشارونو تر سيوري لاندې شوى دى.
د فيسبوک د کاروونکو پيغامونه
حماسه سروش: دروغ دي، تر څو یې چې ونه وینو، نه یې منو
عبدالفتاح بارکزی: ډېر ښه کار وشو، زه یې هرکلی کوم
عبدالرؤف اڅکزی: ډېر ښه کار وشو، دا به نورو ته پند شي
نقیب الله مومند: چې اعدام شول، نو انځورونه یا وېډیو یې ولې نه خپروي؟
ستومان مشفق: ډېر ښه کار وشو، دې ته وايي عدالت او انصاف








