کابل کې د ملي اردو پر موټر برید ۴ سرتېري وژلي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ملي اردو د منسوبینو پر لېږدوونکي موټر چاودنې لږترلږه د ملي اردو څلور سرتېري وژلي دي.
د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي، چاودنه ګهیځ شاوخوا ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د کابل چهلستون سیمه کې د ملي اردو د منسوبینو لېږدوونکي موټر په تمځي کې وشوه.
ظاهر عظیمي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي، چې شپږ یې د ملي اردو منسوبین او شپږ ولسي وګړي دي.
نوموړی وايي، چاودېدونکي توکي له لیرې کنټرول شوی او چاودلي دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې د برید پړه منلې چې وايي برید ددفاع وزارت د منسوبینو پر یوه لېږدوونکي کاسټر شوی.
نوموړي د کابل اوومې امنیتي حوزې په اغا علي شمس سیمې په برید کې د دفاع وزارت د ۱۲ منسوبینو د وژل کېدو او ګڼورو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
په وروستیو کې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ملي اردو پر سرتېرو د طالبانو مرګوني بریدونه ډېر شوي دي.
تر دې وړاندې، د روانې تلې پر ۹، د کابل درېیمې امنیتي حوزې اړوند د ده سبز ولسوالۍ تره خېلو سیمه او درېیمه حوزه کې د ملي اردو پر سرتېرو دوې جلا چاودنې وشوې، چې لږترلږه اووه کسان پکې ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،
ظاهر عظیمي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ماین د چاودنو او نښتو له کبله لږترلږه د ملي اردو ۶ نور سرتېري وژل شوي، چې ۴ یې په لوګر ولایت کې وو.
نوموړي دا هم وايي، په یاده موده کې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې ۱۴ اورپکي وژل شی او ۱۱ نور ټپیان او ۲۳ نیول شوي دي.








