په کابل کې ځانمرکي برید ۷ کسان وژلي

نن سهار (سپتمبر ۲۹) د کابل هوايي ډګر ته نژدې چاودنه شوې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، ځانمرګی برید کوونکی پلی روان و، او د هغې کوڅې په سر کې چې د کابل هوايي ډګر سره تړلې ده د امنیتي کمربند سره پر ځان پورې تړلي توکي وچوول.
دی وايي، په دغه پېښه کې څلور پولیس او درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې د ۸ تنو ټپونه برسیرن دي او د اندېښنې وړ نه دي.
د دغې پېښې قربانیان نظامي او ولسي کسان دي.
په داسې وخت کې دغه ځانمرګی برید تر سره شو چې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم تر سره کېدل.
په دغو مراسمو یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.
مخکې له دغه ځانمرګي برید څخه همدغه ځای ته نژدې یوه بله چاودنې هم شوې وه.




