کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو اوه کسان وژلي ۱۹ ټپیان دي

تر هدف لاندې راغلي بس کې د دفاع وزارت افسران لېږدول کېدل

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، تر هدف لاندې راغلي بس کې د دفاع وزارت افسران لېږدول کېدل

د افغانستان پلازمېنې کابل په دوو جلا سیمو کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه د ملي اردو شپږ سرتېري او یو ولسي وګړی وژلي او ۱۹ نور کسان ټپیان شوي.

دا بریدونه په کابل کې له امریکا سره د امنیتي تړون پر سبا شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ‎، ظاهر عظیمي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، یوه ځانمرګي برید کوونکي د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند غازي لېسې ته څېرمه شوی.

نوموړی وايي، ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د سرتېرو له لېږدوونکي موټر سره جنګولی.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، ددې پېښې په وژل شویو کې یو ولسي وګړی او په ټپیانو کې ۹ ولسي وګړي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پرخپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې یوه ملګري یې د کابل درېیمه ناحیه کې د ملي اردو د سرتېرو پر لېږدوونکي موټر برید کړی دی.

د برید پړه طالبانو منلې او د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د برید پړه طالبانو منلې او د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې
برید د ګهیځ پر شپږو بجو وشو، چې د کابل لوېدیځ کې یې هم غږ واورېدل شو

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، برید د ګهیځ پر شپږو بجو وشو، چې د کابل لوېدیځ کې یې هم غږ واورېدل شو

دویمه چاودنه تر لومړۍ هغې څو دقیقې وروسته د کابل ښار ده سبز ولسوالۍ تره خېلو سیمه کې شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي مني، چې برید د یوه پلي روان ځانمرګي برید کوونکي له خوا شوی.

دی وايي، په پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي.

طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ، چې د امنیتي تړونونو تر لاسلیکېدا وروسته بهرني ځواکونه د افغانستان ښکېلاک ته ادامه ورکوي.

برید د څېرمه ودانیو ښیښې ماتې کړې دي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، برید د څېرمه ودانیو ښیښې ماتې کړې دي

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف ني احمدزي همه دوه ورځې مخکې خپل کار پیل کړ، او له طالبانو او اسلامي ګوند سره یې د پخلاینې په اړه د خبرو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر د لوړې د مراسمو پر ورځ هم په کابل کې پر داسې مهال، چې ټینګ امنیت نیول شوی و، یوه ځانمرګي برید کوونکي اووه کسان ووژل او دیارلس نور یې ټپیان کړل.