کابل: ځانمرګي ۷ کسه وژلي ۱۶ يې ټپيان کړي

د عکس سرچینه، AP
افغان امنيتي چارواکي وايي د پلازمېنې کابل په لويديځه څنډه کې د ملي اردو د هوايي ځواکونو د پرسونل پر لېږدوونکي بس موټر ځانمرګی بريد شوی دی.
دوی وايي دغه بريد نن سهار نژدې اووه بجې د کابل په نهمه حوزه کې د کارته سخي سيمه کې د کرنې وزارت ته څېرمه شوی دی.
د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وويل په دغه بريد کې اووه کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
حشمت ستانکزي زياته کړه د دوی لومړني معلومات ښيي، چې ځانمرګي د سرتېرو لېږدوونکي موټر په دروازه او يا هم دننه ځان ته چاودنه ورکړې، خو وايي دا خبر لا نه شي تاييدولی.
ښاغلي ستانکزي و نه ويل چې په دغه بريد کې د ملي اردو څو سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.
خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې په بريد کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
ښاغلي صديقي ويلي په ځانمرګي بريد کې نهه کسه ټپيان شوي چې څلور يې د اردو سرتېري او پنځه يې ملکيان دي.
په سيمه کې عيني شاهدان وايي چاودنه ډېره زوروره وه او د شاوخوا ودانيو ښيښې يې ماتې کړي او مالي زيانونه يې اړولي دي.
دوی وايي چاودنې سيمې ته ورغلې لارې د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او وايي، پلي برید ګر وتوانید په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته له چاودنې ورکولو مخکې بس ګاډي ته ورسیږي.
دا پلازمېنه کې د جون میاشتې ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د یوه کاندید پر کاروان له برید وروسته، چې نوموړي ته په کې زیان و نه رسېد، لومړی ستر برید دی.








