د کابل کیور روغتون کې پولیس درې امریکایان وژلي

د افغانستان پلازمېنې کابل 'کیور' په نامه یوه خصوصي روغتون کې یوه ساتونکي پر بهرنیانو ډزې کړې، چې درې بهرنيان په کې وژل شوي او د روغتیا برخه کې یوه بهرنۍ کارکوونکې ټپي شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، برید د پنجشنبې پر ورځ (غویی څلورمه) شاوخوا لس بجې د روغتون د یوه امنیتي کس له خوا شوی دی.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، برید کوونکی د عامه ساتنې سرتېری دی، چې تر برید وروسته ونیول شو.
صدیقي وايي، چې یاد سرتېري د څلورو بهرنیانو پر یوې ډلې ډزې وکړې.
افغان پولیس وايي، برید داسې مهال وشو، چې یوشمېر بهرني ډاکټران روغتون ته د ننوتلو په حال کې وو.
په کابل کې د امریکا سفارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې برید کې امریکايي وګړي وژل شوي.

ځینو امنیتي سرچینو ویلي، د عین الله په نامه برید کوونکي تر برید وروسته خپل ځان هم ویشتلی دی.
خو تر اوسه د برید د انګیزې او لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
کیور روغتون د کابل په لوېديځ کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پروت دی.
کیور نړیوال روغتون له ۲۰۰۵ کال راهیسې کابل کې فعالیت پیل کړی دی.
کیور روغتون د یوې کوچنۍ امریکايي عیسوي خیریه ټولنې له لوري تمویلېږي، چې تر ډېره په کې د ماشومانو او مېرمنو درملنه کېږي.

دغه روغتون هر کال شاوخوا د ۸۰۰۰ ناروغانو درملنه کوي او د بېلابېلو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د زیږون، پلاستیکي جراحۍ او ارتوپیدي برخو کې روزنیز پروګرامونه چمتو کوي.
کابل کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین وايي، دا په روان کال کې کابل کې پر عیسوي مرکزونو دویم برید دی.
په تېر مارچ کې، طالبانو د کرنې برخه کې د یوې عیسوي ټولنې پر مېلمستون برید وکړ.








