کابل کې ځانمرګي بريد شپږ پوليس وژلي

ښاغلی صديقي وايي په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي
د عکس تشریح، ښاغلی صديقي وايي په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په پلازمېنه کابل کې د کورنيو چارو وزارت ته څېرمه د پېژنتون رياست د دروازې په خوله کې ځانمرګی بريد شوی.

افغان چارواکو بي بي سي ته وويل د ځانمرګي بريد په پايله کې لږترلږه شپږ پوليس وژل شوي دي.

دغه بريد نن ماسپښين مهال وشو او له امله يې څلور پوليس ټپيان شوي هم دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي ځانمرګي د امنيتي ځواکونو يونيفورم اغوستی و.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، بریدګر غوښتل چې له دروازې تېر شي، خو د امنیتي کسانو له شکمنېدو وروسته یې هدف ته تر رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو په پلازمېنه کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په مرکزي دفتر او دغه په يوه ساحوي دفتر ډله ييز بريدونه کړي وو.

د ټاکنو په مرکزي دفتر له بريد يوه ورځ وړاندې وسله والو پر يوې بهرنۍ نادولتي ادارې هم بريد وکړ، چې له امله يې يوه ۱۶ کلنه نجلۍ ووژل شوه.