زابل کې ځانمرګي یو بهرنی سرتېری وژلی

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان په سوېل کې چارواکي وايي زابل ولايت کې يوه ځانمرګي برید د بهرنيانو د موټرو پر کاروان بريد کړی، چې یو بهرنی سرتېری پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دا برید د زابل کلات ښار ته څېرمه شوی.
په دغه بريد کې یو بهرنی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
په بريد کې څلور ملکيان هم ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي.
د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالخالق ايوبي سيمه ييز خبريال مامون دراني ته ويلي چې ځانمرګي نن (شنبه/ وری ۱۰) لس بجې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د نړیوالو ځواکونو له يوه کتار سره جنګولی دی.
ښاغلی ايوبي وايي دغه سرتېري د رومانيا دي.
افغانستان کې د مېشتو ایتلافي ځواکونو یوه ویاند د یوه بهرني پوځي وژل کېدل تایید کړي دي.
دا مهال د افغانستان د زیاترو سیمو امنیتي مسؤولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی.
په پام کې ده چې د روان کال د دسمبر میاشتې تر پایه د مهالوېش له مخې له افغانستانه ټول جنګېدونکي بهرني سرتېري ووځي.
د تېر ۲۰۱۳ دسمبر کې هم زابل ولایت کې شپږ امریکايي عسکر د یوې الوتکې رالوېدو پېښه کې وژل شوي وو.
بل خوا د ملي امنيت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې اووه بم جوړوونکي پخپل ماين وژل شوي دي.
دوی وايي دغه کسان د غزني ولایت ده يک ولسوالۍ د الوخېلو په کلي کې وژل شوي دي.








