کابل کې ځانمرګی برید شوی

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان پلازمېنې کابل څلورمې حوزې اړونده 'لب جر' سیمه کې ځانمرګی برید شوی دی.
اې پي خبري اژانس د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د برخې د مشر سید ګل اغا هاشمي له قوله ویلي، پر برید کوونکي پورې تړل شوي چاودېدونکي توکي وروسته تر هغه وچاودل، چې د پولیسو له خوا وویشتل شو.
نوموړی وايي، چې په دې برید کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
هاشمي زیاتوي، چې وژل شوی یو امنیتي کس دی.
د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته د تیلېفون پر کرښه وویل، برید نن سهار (پنجشنبه، حوت/کب لومړنۍ) نهه بجې وشو.
نوموړی وايي، ځانمرګی برید کوونکی پلی روان او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.
سرچینه وايي، چې سیمه کې د ناصر خسرو بلخي کتابتون او یو خصوصي روغتون پراته دي.
د کابل پولیس وايي، تر اوسه جوته نه ده، چې د ځانمرګي برید کوونکي هدف څوک او کوم ځای و.
دوی وايي، چې سیمې ته پولیس استول شوي دي.
تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
تر دې وړاندې، د تېرې سلواغې پر ۶، هم د کابل سوېل ختیځ سید محمد نور شاه مېنه کې د ملي اردو سرتېرو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګي برید لږترلږه څلور کسان وژلي وو او ۲۲ نور یې ټپیان کړي وو.
په ټپیانو کې زیاتره ولسي وګړي وو.
طالبانو د تېر ۲۰۱۳ کال په وروستیو او د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې د ناټو پر ځینو اډو او مرکزونو بریدونه ډېر کړي دي.
د تېرې جنورۍ په لومړیو کې دطالبانو یوه ویاندبي بي سي ته په خبرو کې وویل، چې "جنګیالي یې پر ناټو ځواکونو د بریا په اړه ډاډمن دي".
ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم کړې وه، چې ګني طالبانو د افغانستان پر ګڼو سیمو واکمن دي.








