کابل کې پر افغان سرتېرو د طالبانو ځانمرګی برید

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، د کابل سوېل ختیځ کې د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګي برید لږترلږه څلور کسان وژلي او ۲۲ نور ټپیان دي، چې ټپیانو کې زیاتره ولسي وګړي دي.
دغه برید د یکشنبې پر ګهیځ (جنوري ۲۶/سلواغې ۶) شاوخوا اوه نیمې بجې د سید محمد نور شاه مېنې (کارته نو) سیمه کې د ملي اردو پر لېږدوونکي کاسټر شوی.
د دفاع وزارت یوه ویاند وزیري بي بي سي ته وویل: ''برید د سید نور محمد شاه مینې پر درېیم سړک د ملي اردو پر یوه کاسټر شوی، چې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه ولسي وګړي وژل شوي شل افسران او کارکوونکي ټپیان دي''.
د پېښې ولسي قربانیان او ټپیان هغه کسان دي، چې موټر ته انتظار و او یا د چاودنې له سیمې نژدې د تېرېدو په حال کې وو.
دغه چاودنه کابل کې تر یوې بلې چاودنې دوولس ساعته وروسته شوې ده.
د ننني برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده او ادعا کوي، چې په برید کې ''۲۷ افسران وژل شوي او ټپیان شوي دي''.
رسنیو ته د ذبیح الله مجاهد له خوا استول شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید سهار اوه بجې او ۱۵ دقیقې د کابل ښار سید نور محمد شاه مېنې پر درېیم سړک د اردو د سرتېرو پر یوه لېږدوونکي کاسټر شوی دی.
دی وايي، چې په دغه موټر کې د دفاع وزارت د هوايي ځواک افسران سپاره وو.
طالبانو د تېر ۲۰۱۳ کال په وروستیو او د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې د ناټو پر ځینو اډو او مرکزونو بریدونه ډېر کړي دي.
د روانې جنورۍ په لومړیو کې د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته په خبرو کې وویل، چې "جنګیالي یې پر ناټو ځواکونو د بریا په اړه ډاډمن دي".
ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم کړې وه، چې ګني طالبانو د افغانستان پر ګڼو سیمو واکمن دي.
د روانې جنورۍ پر ۱۷ کابل کې پر یوه رسټورانټ برید لږترلږه۲۱ کسان ووژل چې بهرنیان هم په کې وو.








