کابل کې پر رسټورانټ له ځانمرګي برید وروسته انځورونه

    • Author, احمد شفايي
    • دنده, بي بي سي

کابل کې پولیس وايي د وزیر اکبر خان په سیمه کې د لبنانیانو پر رسټورانټ په ډله ییز ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۲۱ کسان، چې افغانان او بهرنیان دي وژل شوي دي.

یوه ځانمرګي برید ګر د رسټورانټ په دراوزه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د عکس تشریح، یوه ځانمرګي برید ګر د رسټورانټ په دراوزه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
دوه نور برید ګر ودانۍ ته ننوتل او میلمانه یې په ډزو وویشتل او وروسته یې ځانونه وچوول.
د عکس تشریح، دوه نور برید ګر ودانۍ ته ننوتل او میلمانه یې په ډزو وویشتل او وروسته یې ځانونه وچوول.
د جمعې شپې دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد.
د عکس تشریح، د جمعې شپې دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد.
افغانستان کې د نړیوالو وجهي صندوق مشر وایل عبدالله هم وژل شویو کې شامل دی.
د عکس تشریح، افغانستان کې د نړیوالو وجهي صندوق مشر وایل عبدالله هم وژل شویو کې شامل دی.
په بهرنیو وژل شویو کې روسیان، کاناډایان او لبنانبان شامل دي.
د عکس تشریح، په بهرنیو وژل شویو کې روسیان، کاناډایان او لبنانبان شامل دي.
د ملګرو ملتونو څلور ملکی کارکونکی هم دغه برید کې وژل شوي.
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو څلور ملکی کارکونکی هم دغه برید کې وژل شوي.
د رستورانټ یو کارکونکی فواد وايي له چاودنې وروسته ډزې پیل شوې او هر چا هڅه کوله ځان وژغوري. دی وايي د نورو شپو پرتله لږ میلمانه یې درلودل، خو وايي ډېری یې ووژل شول.
د عکس تشریح، د رستورانټ یو کارکونکی فواد وايي له چاودنې وروسته ډزې پیل شوې او هر چا هڅه کوله ځان وژغوري. دی وايي د نورو شپو پرتله لږ میلمانه یې درلودل، خو وايي ډېری یې ووژل شول.
اشپز عتیق الله وايي له برید وروسته د رسټورانټ څښتن د شاتنۍ دروازې کیلې راکړه او زه له ۱۱ نورو کسانو سره ګاونډي کور ته لاړم.
د عکس تشریح، اشپز عتیق الله وايي له برید وروسته د رسټورانټ څښتن د شاتنۍ دروازې کیلې راکړه او زه له ۱۱ نورو کسانو سره ګاونډي کور ته لاړم.
اته نور بهرنیان دغه برید کې ووژل شول.
د عکس تشریح، اته نور بهرنیان دغه برید کې ووژل شول.
د برید په باب کورني او بهرني غبرګونونه مخې ته راغلي.
د عکس تشریح، د برید په باب کورني او بهرني غبرګونونه مخې ته راغلي.
اته تنه افغانان هم دغه برید کې وژل شوي.
د عکس تشریح، اته تنه افغانان هم دغه برید کې وژل شوي.
د پېښې ځای کې ډېری ولاړ ګاډي ویجاړ شوي دي.
د عکس تشریح، د پېښې ځای کې ډېری ولاړ ګاډي ویجاړ شوي دي.
د پېښې ټپیانو په باب کره شمېرې لا هم نه دې ورکړل شوې.
د عکس تشریح، د پېښې ټپیانو په باب کره شمېرې لا هم نه دې ورکړل شوې.
رسټورانټ ته څېرمه کورونه هم د چاودنو له کبله زیانمن شوي دي.
د عکس تشریح، رسټورانټ ته څېرمه کورونه هم د چاودنو له کبله زیانمن شوي دي.
دغه رسټورانټ د کابل وزیراکبرخان مېنې سیمه کې موقعیت لري.
د عکس تشریح، دغه رسټورانټ د کابل وزیراکبرخان مېنې سیمه کې موقعیت لري.
د کابل ښاروالۍ کارکونکي د پېښې ځای پر پاکولو بوخت دي.
د عکس تشریح، د کابل ښاروالۍ کارکونکي د پېښې ځای پر پاکولو بوخت دي.
رسټورانټ ته څېرمه کورونو څښتنان د خپلو کورونو دیوالونه پاکوي، چې د چاودنو او ډزو پر مهال پرې د وینو داغونه لګېدلي وو.
د عکس تشریح، رسټورانټ ته څېرمه کورونو څښتنان د خپلو کورونو دیوالونه پاکوي، چې د چاودنو او ډزو پر مهال پرې د وینو داغونه لګېدلي وو.