رایه شمېرنه د عبدالله عبدالله له څارونکو پرته پیل شوه

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ټاکنو د دویم پړاو رایو د بيا شمېرنې بهیر د ښاغلي عبدالله ټاکنيزې ډلې پورې د اړوندو څارونکو له حضور پرته له سره پیل شو.
د بيا ارزونې بهير نن له غرمې وروسته پیل شو.
دا بهیر چې ټاکل شوې وه له ۲۴ ساعته ځنډ وروسته نن سهار(اکست ۳) وختي پيل شي ځکه تر ماسپښين مهاله و ځنډېد چې د ښاغلي عبدالله د ټیم ناظرین کميسیون ته له ورتګ څخه ډډه وکړه.
د ټاکنو کميسیون ویاند نور محمد نور نن له غرمې وروسته په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د ټاکنو د دویم پړاو رایې شمېرنې بهیر، سر له ننه پیل او هره ورځ به په دوو بېلابيلو کاري ساعتونو (شېفتونو) کې تر سره کېږي.
ښاغلي نور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د عبدالله عبدالله د ټیم ناظرین لا تراوسه یعنی د دویم شېفت د کار تر پیل پورې نه دي راغلي خو د نه راتگ لپاره یې هیڅ کوم دلیل نه شته، او د کميسیون دروازې به د دغه ټیم د ناظرانو پر مخ خلاصې وي.
ښاغلي نور وویل، د نوماند عبدالله عبدالله د ناظرینو له حضور پرته د تفتیش بهیر ځکه اعتبار لري چې د نړیوالو ناظرینو په حضور کې تر سره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د عبدالله عبدالله د ټیم ټولې غوښتنې چې وړاندې شوې وې د ټاکنو کميسیون به خپلو کاري چارو کې په پام کې نیولې ترڅو د عبدالله عبدالله ټیم دغه بهیر ته بیرته راوګرځي.
ښاغلي نور ټینګار وکړ چې دغه کميسیون نه شي کولی د رایو تفتیش له دې نه نور هم ځنډنی کړي او د رایو تفتیش د سلګونو نړیوالو ناظرینو په شتون کې له بشپړ اعتبار نه به برخه من وي.
د عبدالله عبدالله د ټیم غبرګون
خو داسې برېښي چې د ښاغلي عبدالله ټیم له دغه بهيره راضي نه دى او څارونکو يې هم په دغه بهير کې گډون نه دى کړى.
په کابل کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر مشر بریالي ارسلايي په یوه خبري غونډه کې وویل،"تاسې خبر یاست چې څو ساعته وړاندې د انتخاباتو کمیسون په خپل سر زموږ د ټیم د ناظرینو د موجودیت نه بغیر دغه پروسه پیل کړه چې دا زموږ په نظر سره د هغو نامشروع اعمالو لړۍ ده چې تر اوسه دې کميسیون جاري ساتلې"








