د رایو تفتیش بهیر لا نه دی پیل شوی

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د ټاکنو دویم پړاو د رایو د تفتیش بهیر له ۲۴ ساعته ځنډ وروسته نن بیا په خپل ټاکلي وخت پیل نه شو. د ټاکنو له کمېسیون څخه زموږ همکاره زمزمه نیازۍ وايي، د رايو د تفتيش بهير لا نه دی پيل شوی، خو کیدای شي په نژدې ساعتونو کې پیل شي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې او د نړیوالې ټولنې ناظرين کمېسيون کې حاضر دي او د عبدالله عبدالله ډلې ناظرين نه شته.
ټاکل شوې وه د رايو د تفتيش بهير له څو ورځني ځنډ وروسته د شنبې پر ورځ پيل شوی وای. خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی يان کوبيش وايي دغه ۲۴ ساعته ځنډ د عبدالله عبدالله په غوښتنه شوی دی.
خو تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل، کې د عبدالله عبدالله ډله پريکون ته دوام ورکړي، نو دوی به يې پروا و نه کړي او بهير به پيل کړي.
پرون د شنبې پر ورځ (زمری ۱۱/اګست ۲) د دواړو ټاکنیزو ډلو څارونکو ویلي وو، چې کمیسیون ته په ورتګ سره د ښاغلي عبدالله د ټیم له خوا په غوښتنې سره د ۲۴ ساعتونو لپاره د رایو تفتیش وځنډول شو.
پر همدې مهال، د اشرف غني احمدزي ټیم ویلي وه، چې سر له سبا (یکشنبې/ زمری ۱۲) به –که د عبدالله ټیم پکې حاضر و اویا نه و - د رایو تفتیش پیل شي.
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي: "موږ پر دې باوري یو چې د ملګرو ملتونو وړاندیزونه په بشپړ ډول پراخۍ درغلۍ وارزول شي. پر دې اساس د درغلیو د ارزونو لپاره د نورو معیارونو غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې مو ملګرو ملتونو ته پنځه معیارونه وړاندې کړي".
کمیسیون ته زموږ یوه ورغلي خبریال وویلي و، د کمیسیون د سرچینو په حواله د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم له کمیسیون ۲۴ ساعته نور مهلت غوښتی دی.
وړاندې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یونما) له مشر یان کوبیش سره کابل کې خبریالانو ته ویلي وو، نوماندانو په اصولو کې ټول ټاکنیز معیارونه منلي، چې خپله ژمنتیا باید وساتي.
دوی ويلي وو، چې د رایو بیا ارزونه به پر شنبې (زمري ۱۱/اګست ۲) پیلېږي، خو داسې ونه شول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ویلي و، نوماندانو په اصولو کې او په عملي کولو کې یې ''مجبور او مکلف '' دي:
''نوماندانو په اصولو کې موافقه کړې، چې د ټاکنو۱۱ مادې به مني، ملګرو ملتونو ۵ مادې د نړۍ له غوره ټاکنو اخیستې. اوس د رایو د ابطال او چک لیست لپاره ۸ نور معیارونه د دوی په غوښتنه اضافه شوي، موږ تصویب کړي دي. نوماندان مجبور او مکلف دي، چې دغه معیارونه ومني؛ ځکه چې م. م موږ ته رسماً لیکلي چې دوی په اصولو کې پر دې موافقه کړې او خپله ژمنتیا باید وساتي''.
د کرزي غبرګون

د عکس سرچینه، BBCPashto
وړاندې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د اعلانېدو هر راز ځنډېدل د نه منلو وړ بللي وو.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته ویلي وو ''د افغانستان ولسمشر د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو له استازو او امریکايي چارواکو سره په خبرو کې دا پیغام درلود، چې د ټاکنو پایلې باید د اګست په میاشت کې نهايي شي، چې په دې سره د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم د همدې میاشتې په وروستیو کې وشي ''.
ښاغلي فیضي وویل، د پایلو ځنډېدل د حکومت پر کار منفي اغېز کوي، او د افغانستان د راتلونکي په اړه بدګوماني رامنځ ته کوي.
په پام کې ده چې په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د برتانیا وېلز کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي، چې د کرزي د ویاند په خبره د دې ناستې تر جوړېدو پورې باید افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي.








